Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

له افغانستان سره د جاپان د مرستو لګښت کې پر رونټیا اوکادا ټینګار

جاپان له افغان حکومت غواړي ،چې په ۲۰۲۱ کې له افغانستان سره د جاپان د مالي مرستو د لګولو په برخه کې په رڼه توګه عمل وکړي.
 
په کابل کې د جاپان سفیر طلوع نیوز ته ویلي د افغانستان حکومت باید د فساد پر وړاندې مبارزه کې جدي اقدام وکړي، تر څو د دغه هېواد مرستې د خلکو په ژوند کې ښه والی را منځته کړي.
 
هغه همدارنګه په ​​افغانستان کې د تاوتریخوالي لوړه کچه د اندېښنې وړ بولي او وايي چې سولې ته د رسېدو لپاره باید تاوتریخوالی کم شي.

په کابل کې د جاپان سفیر تاکاشي اوکادا وویل:«د دې لپاره چې مرستې اغېزناکې وي؛ یو مهم عنصر روڼتیا د. هیله من یم چې افغان حکومت د فساد د له منځه وړلو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي، چې دا مرستې د افغانستان د خلکو لپاره حد اکثر اغېزناکې وي.» 

دغه هېواد چې په دې وروستیو کې یې د امنیتي، روغتیایي خدمتونو او خوړو په برخو کې له افغانستان سره ۱۲۲ مېلیون ډالره مرسته کړې ده وایي چې په افغانستان کې د تاوتریخوالي لوړه کچه په دغه هېواد کې د خلکو لپاره ژوند سختوي.
 
ښاغلی اوکادا زیاتوي:«د مرستو دا بستې په هغو پروژو کې شاملې دي چې د راستنېدونکو کډوالو، کورنيو بې ځایه شویو او هغو  کسانو لپاره چې د هغوی کوربتوب کوي؛ خواړه، روغتیایي خدمتونه او ساتندوی وسایل برابروي. د مرستو دویمه برخه له امنیتي برخې سره ده. جاپان د قانون او نظم صندوق ته مالي مرستې برابروي چې دغه صندوق وکړای شي د پولیسو د معاش ورکړې او ښځينه پولیسو د روزنې په برخه کې مالي ملاتړ وکړي.»

اکاشي اوکاډا وایي چې جاپان له یوه سوله ییز افغانستانه ملاتړ کوي او افغانان په خپله باید د خپل راتلونکي نظام په تړاو پرېکړه وکړي.
 
په کابل کې د جاپان سفیر څرګنده کړه:«د سیاسي حل لارې په تړاو باید د افغانستان خلک په خپله پرېکړه وکړي. که څه هم د جاپان حکومت هیله من دی چې نوې حل لاره د تېرو نولسو کلونو د لاسته راوړنو له مخې تر لاسه شي؛ د ا هغه لاسته راوړنې دي چې ډموکراټيک نظام، بنسټيزو ارزښتونو لکه آزادۍ، بشري حقونو په تېره بیا د ښځو او لږکیو حقونو ته په کې درناوی شامل دي.»

جاپان په تېرو دوو لسیزو کې د افغانستان د بیارغانونې په برخه کې یو له تر ټولو لویو مرستندویانو دی.

په کابل کې د جاپان سفیر طلوع نیوز ته وایي چې له افغانستان سره د دغه هېواد د مرستو په لګولو کې روڼتیا د افغانستان د خلکو د ژوندانه د وضعیت د ښه کېدو لار هواروي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه