Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

دموقت حکومت په اړه بحثونه او د سیاسي ملاتړ د جلب  لپاره د ارګ هڅې

له هغي وروسته کله چې د احتمالي لنډمهالي حکومت په هکله بحثونه جدی شول، د اغېزناکه سیاسي څېرو د ملاتړ د ترلاسه کولو لپاره د ارګ هڅې هم زیاتې شوې دي.

حامد کرزی، عبدرب الرسول سیاف، کریم خلیلي او عبدالله عبدالله د هغو کسانو له ډلې دي چې، ولسمشر غني په تېره یوه میاشت کې ورسره لیده کاته درلودل او آن د سرچینو په وینا، یو ځل د عبدالله عبدالله کور ته هم ورغلی دی.

د ملي روغې جوړې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله وايي:«د طرحې په توګه هېڅ شی نشته چې د پردې تر شا پر هغه کار وشي او ټاکل شوې وي د افغانستان پر خلکو وتپل شي هغسې څه نشته.»

په دې لړ کې د څارګرې ملي ادارې پخوانی مشر رحمت الله نبیل وايي چې د یوه لنډ مهالي حکومت د احتمالي جوړېدو په اړه بحثونه جدي شوي او ولسمشر غني په دغو لیدنو سره غواړي له سیاسي انزوا را بهر شي. 

د ملي امنیت پخوانی رییس رحمت الله نبیل وویل:«شپږ کاله کېږي چې ارګ او ډاکټر صاحب اشرف غني د ځينو سیاستوالو مشورې نه دي اخیستې او بالاخره وضعیت دې ته ورسېد چې د لنډمهالي حکومت بحثونه او دا چې ولسمشر تجرید شوی او هغه حکومت چې امریکا کې رامنځته شوی څرګنده کړي چې د افغانستان د خلکو سیاسي ملاتړ لري.»

محمد محقق چې، د ولسمشر غني یو له سیاسي مخالفینو پېژندل کېده د روان کال د مرغومې میاشتې په وروستیو ورځو کې په سیاسي او امنیتي چارو کې د ولسمشر د سلاکار په توګه وګومارل شو.

محمد محقق تېره اوونۍ جوزجان ته تللی و، چې له مارشال عبدالرشید دوستم سره چې اوس له ولسمشر سره چندانې ښې اړیکې نه لري، وګوري.

د ولسمشر په سیاسي او امنیتي چارو کې سلاکار محمد محقق څرګندوي:«لنډمهالی یعنې د اساسي قانون رخصتي او د ګډوډۍ او هرج و مرج راژوندي کېدل دي.»

یو بل سیاستوال چې د اوسني حکومت د سیاستونو مخالف دی هغه صلاح الدین رباني دی؛ خو لا تر اوسه روښانه نه ده چې، ولسمشرۍ ماڼۍ د هغه د ملاتړ د جلبولو هڅه کړې او که نه؟

د جمعیت اسلامي ګوند د مشرتابه شورا غړی واقف حکیمي وویل:«د یوه پایدار حکومت لپاره ضمانت او له مذاکراتو وروسته زموږ حکومت ته د لارې یوه نقشه ترسیم شي او له هغې وروسته کېدای د بحث وړ وي.»

ولسمشرۍ ماڼۍ په دې اړه څه نه وايي، خو له ځینو اغېزناکو سیاستوالو سره د ولسمشر غني وروستۍ لیدنې وروسته له هغې ترسره شوي چې، ځينو سیاستوالو د یوه لنډ مهالي حکومت د طرحې له لېدو خبر ورکړ او آن د افغانستان اسلامي جمهوریت د مرکچي پلاوي یوه غړي ته په منسوب غږیز پیغام کې هغه هم ویلي و چې، لنډ مهالی حکومت راتلونکی دی او په هغه حکومت کې ولسمشر غني ته هېڅ ځای نشته.

د څارګرې ملي ادارې پخوانی مشر رحمت الله نبیل وايي چې د یوه لنډ مهالي حکومت د احتمالي جوړېدو په اړه بحثونه جدي شوي او ولسمشر غني په دغو لیدنو سره غواړي له سیاسي انزوا را بهر شي.

شریک یي کړئ