Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د کرونا واکسین تطبیق د روغتیا نړیوال بنسټ تایید ته په تمه

د عامې روغتیا وزارت وايي هېواد کې د کرونا ویروس ضد واکسین تطبیق لړۍ به د روغتیا نړیوال بنسټ لخوا د دغه واکسین له تاییده وروسته پیل شي.

د عامې روغتیا سرپرست، وحیدمجروح چې نن(پنجشنبې د سلواغې په ۲۳مه نېټه) خبري ناسته کې خبرې کولې هېواد کې د هغو ګنګوسو په ځواب کې چې ګڼې د کرونا واکسین د روغتیا نړیوال بنسټ لخوا نه دی تایید شوی وايي چې دغه واکسین یې له یاد بنسټ سره شریک کړی او وروسته له تاییده به یې د تطبیق پړاو پیل کړي.

ښاغلي مجروح زیاته کړه د کرونا واکسین به هېواد کې په لومړي سر کې روغتیايي پرسونل او رسنیو هغه کارکوونکي چې د کرونا ویروس په تړاو راپور ورکوي، تطبیق شي او درېیم او څلور وار به د بوډا او هغو کسانو وي چې مزمنې ناروغۍ لري.

هغه همداراز څرګنده کړه د کرونا واکسین به لومړي پړاو کې د هېواد ۲۰ فیصده وګړو ته تطبیق شي او په کې به یوازې له ۱۸ کلونو ډېر عمرلرونکي کسان شامل وي.

د مجروح په خبره هېواد کې د ۴۰ سلنه وګړو لپاره د واکسین تطبیق پړاو کې به ښوونکي او زده کوونکي شامل شي.

هند له افغانستان سره د یوه هندي شرکت د کرونا ویروس ۵۰۰ زره دوزه واکسین مرسته کړې ده او دغه واکسین د روغتیا د نړیوال سازمان له خوا د تایید په تمه دي چې افغانستان ته راوړل شي.

د عامې روغتیا وزارت وايي چې دغه واکسین به لومړي پړاو کې ۲۵۰ زره کسانو ته ورکړل شي.

حکومت غواړي چې تر شپږو نورو میاشتو پورې د هېواد شل سلنه وګړي د کورونا ویروس پر وړاندې واکسین شي او هېوادونو او سازمانونه په دې برخه کې د ی ۱۱۲مېلیون ډالرو مرستې ژمنه کړې ده.

تر اوسه د نړۍ نږدې ۵۰ هېوادونو د کورونا واکسین ترلاسه کړی دی. تر دې وړاندې د روغتیا نړیوال سازمان نیوکه کړې ده چې که څه هم په بډایو هېواونو کې ان ځوانانو ته واکسین رسېږي؛ خو په بې وزلو هېوادونو کې بوډا کسان د کورونا ویروس له جدي خطر سره مخ دي او هغوی ته واکسین برابر شوی نه دی.

شریک یي کړئ