Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

صالح: له بنده ازاد شوي طالب بندیان تاوتریخوالیو کې لاس لري

د ولسمشر لومړی، مرستیال امرالله صالح وایي، د جګړې په زور اخېستو کې هغه پنځه زره طالبان لاس لري چې افغان حکومت له بنده ازاد کړي.

هغه په تېره یوه اونۍ کې د بهرنیو چارو، کلیو بیارغونې او پراختیا، کار او ټولنیزو چارو وزارتونو په ګډون د ملکي بنسټونو پر کارکوونکو او همداراز پر نظامیانو بریدونو ته په اشارې وايي هغه طالبان چې د سولې خبرو د پیل لپاره خوشې شوي په دې بریدونو کې لاس لري.

د هغه په وینا تر دې وروسته به حکومت د دغې ډلې د نورو بندیانو د خوشې کولو په برخه کې په پټو سترګو عمل ونه کړي.

افغان حکومت څو میاشتې مخکې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړې له مخې څه پاندې پنځه زره طالب بندیان له بنده ازاد کړل او اوس یو ځل بیا د خپلو نورو بندیانو ازادول غواړي.

ښاغلی صالح څرګندوي:«‎موږ چمتو یو چې مورد په مورد یې ثابت کړو. له ۵۵۰۰ طالب بندیانو چې د سولې لپاره مو خوشې کړل، په یوه ډول نه یوه ډول د تاوتریخوالو په ډېرولو او د خلکو په وژنو کې ښکېل دي. دا په پټو سترګو اعتماد وو تر دې وروسته به داسې بیا هېڅکله هم ونه کړو.»

د شمېرو پر بنسټ یوازې په کابل کې په تېرو دوو اونیو کې نږدې ۳۰ کسان په موخه ییزو بریدونو کې وژل شوي او ۳۰ نور ټپیان شوي چې ډېری یې ولسي وګړي دي؛ خو طالبان بیا یوازې پر نظامیانو د بریدونو مسوولیت مني.

د ولسمشر د لومړي مرستیالو د مطبوعاتي دفتر غړی، احمدضیا ورسجي څرګندوي:«د طالبانو ډله هڅه کوي چې د وېرې او وحشت رامنځته کولو سره عامه افکار د حکومت پر وړاندې راوپاروي.»

پخوانی طالب قومندان، سید‎اکبراغا وايي:«که دا پېښې د طالبانو سیمه کې وي، باید چې مسوولیت یې واخلي او طالب باید ځواب اوايي، که دا پېښې د حکومت په سیمه کې وي، نو باید چې حکومت ځوا بورکړي او خلک باید قانع کړي.»

له دې سره سم، د کابل د پنځمې امنیتي حوزې اړوندو سیمو اوسېدونکي بیا د کابل د بلې هرې سیمې پر تله د تاوتریخوالو کچه لوړه بولي.

د کابل پنځمې حوزې اوسېدونکی، بلال وايي:«امنیت هېڅ ځای کې نشته، اوس له کوتې سنګي نیولې او تر پغمانه پورې امنیت نشته.»

د ولسمشرۍ ماڼۍ لومړی معاونیت وايي، طالبانو په تېرو دوو اونیو کې په چاودېدونکو توکو سره ۷ ټکسي موټرو ته چاودنه ورکړې؛ خو طالبان بیا د حکومت دغه ادعا نه مني.

د طلوع نیوز د شمېر پر بنسټ، یوازې په جنوري میاشت کې په ۲۱۴ چاودنو، توغندیزو او ډله ییزو بریدونو کې ۲۷۱ کسان وژل شوي او ۳۴۷ نور ټپیان شوي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه