Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ولسمشر غني: هېواد کې د سولې د تامین او جګړې د پای موکه برابره شوې

ولسمشر اشرف غني له افغانستانه د پخواني شوروي د سرو لښکرو د وتلو په مناسبت په یوه پیغام کې ویلي دي چې له هېواده د دغو ځواکونو وتل مسوولانه نه وو او د هېواد د راتلوونکي لپاره د پروګرام نشتون د دې لامل شو چې افغانستان د کورنۍ جګړې په لور ولاړ شي.

خو ښاغلي غني ټینګار وکړ چې په هېواد کې د جګړې د پای او د سولې د ټینګښت لپاره موکه برابره شوې ده او د افغانستان خلک کولای شي له تدبیر او یووالي سره سولې ته ورسېږي.

ښاغلي غني وویل چې په هغه وخت کې، په افغانستان کې د سرو ځواکونو حضور د نړیوالې ټولنې، ملګرو ملتونو سازمان، د اسلامي هېوادونو کنفرانس او ټولې نړۍ ښکېلاک وباله او دا حضور یې وغنده او د افغانستان د خلکو له ازادۍ غوښتنې یې ملاتړ وکړ.

ښاغلي غني وویل:«زموږ د خلکو د برحقه جهاد موخه دا وه چې د شوروي ځواکونو له وتلو وروسته، په افغانستان کې د ملت په غوښتې نظام رامنځته شي چې ملي او پوځي بنسټونه پياوړي او له هغو ساتنه وکړي. خو په دې دلیل چې د شوروي ځواکونو بهر کېدل مسوولانه نه وو، او د هېواد د راتلوونکي په هکله هېڅ تدبیر په پام کې نه وو نیول شوی، افغانستان په څو اړخیزې کورنۍ جګړې کې ښکېل کړل شو، چې په پایله کې یې امنیتي ځواکونه، ملي بنسټونه او د افغانستان بیخ بنسټونه له منځه ولاړل.» 

هغه وویل چې د سرو لښکرو د ماتې اصلي لامل، د افغانستان د ازادي غوښتونکو او مجاهدیونو ځواکونو یوه لیکه او ملي یووالی وو.

ښاغلي غني زیاته کړه:«اوس د افغانستان لپاره د جګړې د پای او د سولې د رسېدو موکه برابره شوې ده. هغه صوله چې په هغه کې زموږ پوځي او ملکي بنسټونه وساتل شي او مخکې لا پیاوړي شي، سوله چې ماشومان، ښځې، ځوانان او د افغانستان ټولې محرومې طبقې له هغې برخمن شي.»

ولسمشر غني وویل چې یو وخت د ختیځ او لوېدیځ ټول مبصرین په دې باور وو چې شوروي په افغانستان کې خپل ښکېلاک پای ته نه رسوي او د افغانستان ملي مبارزه پاپلې ته نه رسېږي، خو موږ د سرو ځواکونو له ماتې سره دا نظر غلط ثابت کړ.

هغه وویل:«اوس هم، تدیبر، وحدت او زموږ یووالی دا نظر چې ویل کېږي افغانستان به سولې ته ونه رسېږي، غلط به ثابت کړي. موږ به سولې ته ورسېږو، دوامدارې سولې ته، هغه سوله چې په کې د هر افغان عزت نغښتی وي.»

له هېواده د شوروي د سره پوځ د وتلو له ۳۲مې کلیزې په بېلابېلو غونډو کې لمانځه وشوه.

په یوې دغې غونډه کې د حزب اسلامشر ګلبدین حکمتیار په داسې حال کې چې امریکا د طالبانو په وړاندې ناکامه وبلله او همدارنګه اوسنی حکومت یې ښکېلاک شوی وویل، ټينګار وکړ چې د دوحې د مذاکراتو د بنبست عامل امریکا او افغان حکومت دی.

هغه حکومت د طالب بندیانو او همدارنګه د حزب اسلامي د بندیانو پر نه خلاصون تورن کړ او ګواښ یې وکړ که چېرې له حزب اسلامي سره د حکومت ژمنې عملي نه شي، ډېر ژر به په پراخو اعتراضونو لاس پورې کړي او د ارګ شاوخوا به د حکومت تر پرځېدو کلابند کړي.

بلخوا د حزب اسلامي په غونډه کې ځينو ویناوالو د طالب جنګیالیو د پښو پر ښکلولو باندې ویاړي.

خو ولسمشرۍ ماڼۍ له طالبانو ملاتړ جنایت وباله.

ورته مهال د پخواني ولسمشر مرستیال محمد یونس قانوني په یوې غونډه کې له حکومت او طالبانو وغوښتل چې جګړه پرېږدي او سولې ته د رسېدو لپاره هڅې وکړي.

د پخواني شوروي ځواکونه کابو په ۱۳۵۸ کال کې افغانستان ته ننوتل او له ۹ کاله جګړې وروسته د ۱۳۶۷ کال د سلواغې په شپږمه افغانستان یې پرېښود.

د بېلابېلو شمېرو پر بنسټ، په دغې جګړه کې کابو دوه مېلیونه تنه افغان وګړو ته مرګ ژوبله واوښته او شوروي هم خپل څه باندې ۱۴ زره ځواکونه له لاسه ورکړل.

دغه جګړه د مېلیونونو افغانانو د کډوالۍ لامل شوه.

ښاغلي غني ټینګار وکړ چې په هېواد کې د جګړې د پای او د سولې د ټینګښت لپاره موکه برابره شوې ده او د افغانستان خلک کولای شي له تدبیر او یووالي سره سولې ته ورسېږي.

شریک یي کړئ