Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

حکمتیار: که چېرې حکومت پر خپلو ژمنو عمل ونه کړي ارګ به کلابند شي

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار حکومت تورن وي چې خپلې ژمنې یې له حزب اسلامي سره عملي کړې نه دي او که چېرې دغه ژمنې عملي نه شي، حزب اسلامي به په پراخو لاریونونو لاس پورې کړي او د ارګ شاوخوا به کلابنده کړي. 

ښاغلي حکمتیار د سلواغې د شپږویشتمې یانې له افغانستانه د شوروي د سره پوځ د ځواکونو د وتلو د ورځې په یاد غونډه کې د طالبانو په وړاندې د امریکا جګړه ناکامه وبلله.

هغه ادعا وکړه چې د افغانستان اسلامي جمهوریت مرکچي پلاوي او د طالبانو ترمنځ د سولې خبرو اترو د بندون عامل د افغانستان حکومت دی:«که چېرې عقل مو سر ته رانه شي، مطمین واوسئ چې دا خوځښت به د دې لامل شي چې ستاسو د ټغر د ټولولو لامل شي.»

حکمتیار د خپلې وینا په بله برخه کې، د امریکا له حکومته غواړي چې تر غبرګولي میاشتې له افغانستانه د خپلو ځواکونو د وتلو ژمنه عملي کړي؛ له هغې پرته به په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو حضور به د منلو وړ نه وي:«امریکا له افغانستانه د خپلو ځواکونو د وتلو لپاره به هېڅ بدیل او بل غوراوی نه لري.»

د حزب اسلامي مشر حکومت د جګړې په دوام تورنوي او وایي چې کره معلومات لري چې د هېواد له پولو د طالبانو پر ضد د ملیشو جوړولو لپاره هېواد ته وسلې راواردېږي.
         
د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار زیاتوي:«له وسلو، تجهیزاتو او مهماتو ډک کانټینرونه افغانستان ته راننوځي او هغو جنګړه مارو ته ورکول کېږي چې له طالبانو سره د جګړې مخینه لري.»

ګلبدین حکمتیار امریکا او حکومت د سولې د مذاکراتو د اوسني بندون عامل ګڼي او له اوسني وضعیت  نه د وتلو لپاره د لنډمهالي حکومت له جوړېدو وروسته د ټاکنو ترسره کېدل ګڼي.

بلخوا د نننیو مراسمو ځينې ویناوالو له طالبانو ملاتړ وکړ.
            
د حزب اسلامي غړی الله ګل مجاهد وايي:«هماغو پنځه تنو تورو او سپينو لنګیو واله چې پر وږي نس یې جګړه کړې د ناټو ۱۶۰زره ځواکونه یې مات کړي؛ دا هم د افغانستان د خلکو ویاړ دی.»
            
د حزب اسلامي بل غړی حمیدالله دانش هم زیاتوي:«نن هماغه کمونسټان او سیکولاران صلیبي او کفري ځواکونه یې زموږ پر خاورې واکمن کړي چې جهاد تر ننه دوام لري.»

خو ولسمشرۍ ماڼۍ د حکمتیار او د دغه ګوند د غړو خبرې ناسمې ګڼي او وایي چې په همدغه حکومت کې حکمتیار ځان ټاکنو ته نوماند کړ او هغه څوک چې د طالبانو له جګړې ملاتړ کوي، جنایت کار دی.
           
د ولسمشر د ویاند مرستیال دواخان مینه پال څرګندوي:«د اسلام ټوله نړۍ په دې باور ده چې د نظام په وړاندې د طالب جګړه ناروا ده هغه کس چې دغه جګړه روا کڼي په دې کې شک نشته چې په دغه جرم او په دغې ګناه کې شریک دی.»

ګلبدین حکمتیار څلور کاله وړاندې د سولې له بهیر سره یو ځای شو او د ولسمشر د ملي امنیت د سلاکار د دفتر د معلوماتو له مخې د جګپوړو چارواکو د ساتنې د ریاست څه باندې دوه سوه تنه ساتونکي د نوموړي امنیت ساتي.

ولسمشرۍ ماڼۍ هغه کسان چې د طالبانو له جګړې ملاتړ کوي، جنایت کار خطاب وي.

شریک یي کړئ