د کندز ولایتي شورا غړی، خالدین حکیمي یاد ولایت کې د طالبانو برید پایله کې د ۷ سرتېرو له ژوند بایللو خبر ورکوي.
نوموړی وايي طالبانو تېره شپه(یک شنبې د سلواغې په ۲۷مه نېټه) د دغه ولایت امام صاحب ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو پر پوستې برید کړی چې پایله کې یې ۷ تنو سیمه ییز پاڅونکوونکو ژوند بایللی.
د ښاغلي حکیمي په خبره پېښه کې څلور سیمه ییز سرتېري ټپیان دي.
طالبانو ته د اوښتې مرګ ژوبلې په تړاو څه نه دي ویل شوي.
امنیتي مسوولینو تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.