Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ملابرادر یوه لیک کې د امریکا له ملته د دوحې هوکړې عملي کېدل غوښتي

د طالبانو د سیاسي دفتر مرستیال ملا عبدالغني برادر امریکا ته په یو لیک کې له افغانستانه د ټولو امریکایي عسکرو د ایستلو د ژمنې پلي کولو غوښتنه کړې ده.

ملا برادر وايي طالبان د دوحې د سولې تړون سره سم خپلو کړې ژمنې عملي کوي، د هغه په وینا چې د افغانستان جګړه نظامي حل لاره نه لري.
 
نوموړي زیاته کړې طالبان ډاډه دي، چې افغانان به د بین الافغاني خبرو له لارې پر یو اسلامي نظام او تلپاتې سولې هوکړه وکړي.

خو د افغانستان اسلامي جمهوریت د مذاکراتي ډلې یو غړی وايي طالبانو اسلام اباد ته له سفر وروسته اوس د خبرو مېز ته د نه حاضرېدو لپاره پلمې کوي. 

د جوبایډن د حکومت له لوري د دوحې د هوکړه لیک د ارزولو له دوام سره همهاله؛ د طالبانو سیاسي مرستیال د امریکا خلکو ته په یوه لیک کې له افغانستانه د دغه هېواد د ټولو ځواکونو د وتلو پر ژمنې د عمل کولو غوښتنه کړې ده.

په دغه لیک کې ملا برادر وایي چې د تفاهم له لارې د اسلامي نظام پر جوړېدو ډاډ لري. نوموړی د اسلامي شریعت له مخې د ښځو حقونو ته پرپاملرنې ټینګار کوي او وایي چې طالبان د اسلامي اصولو او اسلامي ګټو له مخې د بیان آزادۍ ته ژمن دي.

خو د افغانستان اسلامي جمهوریت د مرکچي پلاوي دا غړی وایي چې اسلام آباد ته د طالبانو د پلاوي له سفر وروسته لیدل کېږي چې دا ډله په دوحه کې د سولې مذاکراتو دوام ته لېوالتیا نه ښيي.
 
د افغانستان اسلامي جمهوریت د مرکچي پلاوي غړي متین بیګ وویل:«اسلام اباد ته له تګ مخکې جدي معلومېدل، همکاران یې چې پاکستان ته نه وو تللي هغوی زموږ له همکارانو سره خوشبین ترې خبرې پیل کړې وې دوه مقدماتي غونډې، له اسلام اباد څخه د پلاوي له راسنېدو وروسته د هغوی په چلند کې بدلون راغلی و.»

د دواړو لوریو د پلاویو له بېرته راستنېدو د ۴۰ ورځو په تېرېدو سره، د سولې مذاکراتو دویم پړاو له بندون سره مخ شوی دی.
 
د افغانستان اسلامي جمهوریت د مرکچي پلاوي غړی متین بیګ زیاتوي:«هغه بڼه چې طالبان یې قانع کړي دي ویلي دي چې امارت د راتلوو په حال کې دی وې ویل چې راځي، بله دا چې امریکایان جدي دي له افغانستانه وځي، د مذاکرې لپاره حه دلیل لري؟»

د ملي روغې جوړې د عالي شورا رییس عبدالله عبدالله هم څرګندوي:«د  امریکا او طالبانو د هوکړه لیک بیا کتنه اړینه وه ؛ څو ولیدل شي چې د دغه هوکړه لیک کومې برخې عملي شوي دي. د دغه هوکړه لیک له مخې باید تاوتریخوالی کم شي چې له بده مرغه داسې نه دي شوي.»

د سولې خبرې اترې ولې له بندون سره مخ شوې؟

د پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند وايي:«د دوحې د غونډې اهمیت کمېږي ځکه چې د امریکا او طالبانو هوکړه له سره ارزول کېږي.»

خو په دوحه کې د افغانستان اسلامي جمهوریت د مرکچي پلاوي غړي وایي چې له نړیوالې ټولنې او په افغان سولې بهیر کې له ښکېلو بنسټونو سره پر خبرو بوخت دي.
 
د افغانستان اسلامي جمهوریت د مرکچي پلاوي غړی غلام فاروق مجروح څرګندوي:«د افغانستان اسلامي جمهوریت مرکچي پلاوی له نړیوالې ټولنې او نړیوالو سازمانونو سره په همغږۍ او سلامشورو بوخت دی.»

له طالبانو سره د امریکا د سولې هوکړه لیک له مخې امریکایي ځواکونه باید په مې میاشت کې له افغانستانه ووځي، خو افغان حکومت تر دوو نورو میاشتو پورې د ټولو بهرنیو ځواکونو د وتلو لپاره شرایط برابر نه ګڼي.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه