د ناټو سرمنشي، ينس سټولټنبرګ وايي، له افغانستانه د ناټو ځواکونو د وتلو په اړه کومه وروستۍ پریکړه نه ده شوې.
سټولټنبرګ د پنجشنبې په ماښام د ناټو دفاع وزیرانو دوه ورځنۍ ناستې ته د وینا پرمهال ټینګار وکړ چې د ناټو متحدین د افغانستان وضعیت څاري او د طالبانو هر ډول تاوتریخوالی به په افغانستان کې حالت برعکس کړي.
هغه پر طالبانو غږ وکړ چې تاوتریخوالی کم کړي او مسایل دې په سوله ییزه توګه هوار کړي.
د ناټو سرمنشي دا هم وویل چې اوس مهال په افغانستان کې د ناټو د اروپايي متحدینو کابو لس زره سرتېري مېښت دي چې شتون یې په شرایطو پورې تړلی دی.
دا په داسې حال کې ده چې طالبان له امریکا سره د دوحې سولې هوکړې له مخې په مې په میاشت د بهرنیو ځواکونو پر وتو ټینګار کوي. خو د ناټو عمومي منشي څرګندوي چې طالبانو تاوتریخوالی نه دی کم کړی او له متحده ایالاتو سره د سولې تړون پراساس یې خپل مسؤلیتونه نه دي ترسره کړي.
تر دې دمخه د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر، جو بایډن ویلي و له طالبانو سره د سولې په هوکړې غور کوي؛ د یادې هوکړې له مخې د امریکا پخواني ولسمشر، ډونالډ ټرمپ افغانستان کې خپل سرتېري ۲۵۰۰ ته راکم کړل.
د طالبانو لخوا د تاوتریخوالي کمښت او له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل له طالبانو سره د امریکا د سولې هوکړې مهمې برخې ګڼل کیږي.
له دې سره افغان حکومت وايي چې طالبان د دوحې د هوکړې خلاف تاوتریخوالی زیات کړی او د افغانستان د اسلامي جمهوریت له پلاوي سره یې د سولې خبرې پرې کړي.
د افغانستان د اسلامي جمهوریت پلاوي او طالبانو ترمنځ د خبرو دوهم پړاو شاوخوا یو نیم میاشت مخکې پیل شوې، خو د یوې میاشتې راهیسې دا خبرې په بندون سره مخ دي.