Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

هلمند کې چاودنې یو تن وژلی او ۱۴ تنه نور ټپيان کړي

نن سهار (یکشنبې د کب په ۳مه) د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه ښار کې یوې چاودنې یو تن وژلی او ۱۴ تنه نور یې ټپيان کړي دي.

د هلمند ځايي چارواکي وايي چې نن له غرمې مخکې د لسو بجو په شاوخوا کې د سړک غاړې ماین چاودنې د لښکرګاه ښار د لومړۍ امنیتي حوزې په اړوند سیمه کې د یوه تن ژوند واخیست.

ورته مهال، د هلمند ولایت په اېمرجنسي روغتون کې ډاکټران وايی چې تراوسه یو مړی او ۱۴ ټپیان دغه روغتون ته راوړل شوي دي.

د دغې چاودنې پړه تراوسه چا نه ده منلې.

شریک یي کړئ