Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

فضلي: نوي نوماند وزیران به ډېر ژر معرفي شي

د ولسمشرۍ ماڼۍ د چارو ادارې رییس فضل محمود فضلي وايي چې ټاکل شوې ده په نږدې راتلوونکي کې د شپږو وزارتونو لپاره چې د سرپرستانو له خوا اداره کېږي، نوي نوماند وزیران معرفي شي.

د دغو شپږو وزارتونو نوماند وزیران چې د تایید رایې د ترلاسه کولو لپاره ولسي جرګې ته معرفي شوي وو کابو یوه نیمه میاشت مخکې د ولسي جرګې له لوري رد شول.

 د چارو ادارې رییس فضل محمود فضلي کابل کې یوې خبري غوندې ته وویل:«نوماند وزیران به معرفي شي.»

د چارو د ادارې رییس په داسې حال کې چې د ښې حکومتوالۍ ښه والي لپاره د دې ادارې هڅې په ډاګه کوي؛ هغه تورونه چې تر دې وړاندې د ولسي جرګې د ځينو غړو له لوري د نورو ادارو په چارو کې د نوموړي لاسوهنې په تړاو شوې دي، عقدمندانه بولي.

په داسې حال کې چې د ولسي جرګې یو شمېر غړی د چارو ادارې د یوې برخې له لوري د یو شمېر ودانیزو پروژو پلې کېدل او دغه راز د مسلخ تصدۍ له لوري د ولسمشرۍ ماڼۍ د پالیسۍ او سټراټېژۍ ادارې په همکارۍ د غوښې وېش او له داوطلبې پرته نور موارد په ارګ کې د واک انحصار بللی دی، خو ښاغلی فضلي وایي چې اوسنی ارګ د تېرو سلو کلونو پرتله د واک په وېش کې بې ساری دی.

ښاغلی فضلي زیاته کړه:«له اوسني ولسمشر څخه پرته په تېرو سلو کلونو کې د افغانستان ټولو مشرانو دا واک درلود چې فوق العاده حکم ورکړي. د بېلګې په توګه دا چې دوه زره جریبه ځمکه احمد یا محمود ته ورکړي، خو اوسنی ولسمشر راغی او دا دود یې له منځه یوړ.»

په داسې حال کې چې ښاغلی فضلي د جمهوریت ارزښتونو ته ژمنتیا د حکومت یو له لومړیتوبونو بولي، خو څو میاشتې کېږي چې د ولسي جرګې له لوري رد شوې نوماند وزیران ولسمشر د سرپرستانو په توګه ساتلي دي چې د قانون پوهانو په وینا دا کار د جمهوریت د ارزښتونو او د هېواد د اساسي قانون پر خلاف دی.
 
حقوق پوه روح الله سخي زاده هم وايي:«هغه کسان چې سرپرست دي او د ملت په کور کې یې د خلکو اعتماد ترلاسه نه کړ، د دوی خپلې دندې ترسره کوي چې دا کړنه یې په حقیقت کې د قانون پر خلاف او کولای شو چې دا کړنه یې ډیکټاټورانه وګڼو.»

د شپږو وزارتونو سربېره د افغانستان بانک، لویه څارنوالي او د سرمیاشتې ریاست د سرپرستانو له لوري اداره کېږي او همداراز د سترې محکمې درېیو غړو لا هم د ولسي جرګې له لوري د باور رایې نه دي ترلاسه کړي.  

شریک یي کړئ