Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د بندخونو د چارو د تنظیم پخوانی رییس څارنوالۍ ته معرفي شوی

لویه څارنوالۍ وايي چې د بندخونو د تنظیم د چارو پخوانی رییس احمد راشد طوطاخېل د ځينو تورونو له امله د څېړنې او پلټنې په پار دغې ادارې ته معرفي شوی دی.

خو سرچینې وايي چې ښاغلی طوطاخېل څېړنې حاضر شوی نه دی او د هغه د نیولو حکم هم د لویې څارنوالۍ له خوا ورکړل شوی دی.

د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي وايي:«د بندخونو د چارو د تنظیم ادارې رییس د عدلي تعقیب په پار لویې څارنوالۍ ته معرفي شوی دی او پېښه د څارنوالۍ تر تعقیب لاندې ده.»

د بندخونو د چارو د تظمیم ادارې مسوولانو نن کابل کې یوې غونډه کې ووویل چې د دغه بنست تر ادارې لاندې هېڅ یو زندان معیاري نه دی او لاهم زندانانو ته د نشه يي توکو د لېږد، د ګرځنده ټېلفونونو د لېږد او د هېواد د اته دېرشو نورو زندانونو د نه معیاريتوب په څېر ستونزې د زندانانو چارو د تنظیم ادارې پر وړاندې له ننګونو دي.

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې پوځي مرستیال نظام الدین نورستاني څرګندوي:«زه دا نه ردوم په هغو ځایونو کې چې ازادي صلب ده ځيرک ټلېفونونه موجود دي.»    
 فرهاد بایاني

په دې غونډه کې د دې ادارې مرستیال د دې ادارې د رییس استعفا او دغه راز د لویې څارنوالۍ له لوري د هغه د کارونو د څېړنې خبره هم کوي.

د دغه بنسټ مسوولان وایي چې د هېواد په زندانونو کې شاوخوا ۳۰زره بندیان چې سیاسي او جنایي بندیان او دغه راز بهرني وګړي په کې شامل دي؛ بندیان دي. خو د هغو بندیانو په تړاو چې په اعدام محکوم دي، په تېره پر اعدام د محکومو طالب بندیانو شمېر نه په ډاګه کوي.
 
سره له دې چې د زندانونو چارو د تنظیم اداره د زندانونو چارو د څارنې او څېړنې لپاره جوړه شوې ده، خو لا هم بګرام زندان او د هېواد یو شمېر نور زندانونه د ملي دفاع وزارت او کورنیو چارو وزارتونو او ملي امنیت تر ادارې لاندې دي.

د بندخونو د چارو د تنظیم ادارې مرستیال د دې ادارې د رییس استعفا او دغه راز د لویې څارنوالۍ له لوري د هغه د کارونو د څېړنې خبره هم کوي.

شریک یي کړئ