Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

غني: افغانستان ویتنام نه دی او حکومت به یې هم ونه پاشل شي

ولسمشر غني له بي بي سي سره په مرکه کې وايي چې د جمهوریت پنځه کلنه دوره یې له سولې کمه اهمیت لري خو ټینګار کوي چې د افغانستان راتلوونکی به د دغه هېواد د خلکو له خوا جوړ شي، د هغه په وینا نه د هغو کسانو له خوا چې د مېز تر شا ناست دي او خیالونه ویني.

د راتلونکي حکومت د جوړېدو په تړاو له اندېښنو سره همهاله، ولسمشر همدارنګه وايي چې هر حکومت باید د ټاکنو له ترسره کېدو وروسته رامنځته شي.
 
ولسمشر محمد اشرف غني وايي:«دا ویټنام نه دی، دا هغه حکومت نه دی چې ړنګ شي.»

په داسې حال کې چې ټول لوري د امریکا له لوري د دوحې د هوکړه لیک د ارزولو د پای ته رسېدو په تمه دي، خو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر بي بي سي ته وایي چې د جوبایډن اداره د افغانستان په تړاو د کړنلارې او د دوحې د هوکړه لیک د ارزونې په حال کې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د دوحې د هوکړه لیک عملي کېدل په تېره بیا له القاعدې شبکې سره د اړیکو پرې کول خورا مهم بولي.
                  
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکین وویل:«هغه څه چې اوس مهال ترسره کوو او لومړنۍ پایلې ته رسېدلي یوو دا دي چې موږ او نورو ته حیاتي اهمیت لري څو ښکېل لوري د هغو ژمنو لپاره چې کړې یې دي؛ تر فشار لاندې راولو او هغه څه چې په طالبانو پورې اړه لري؛ هغوی څرګندې ژمنې کړې دي چې ځانونه له القاعدې او نورو ترهګرو ډلو جلا کړي او په هېڅ وجه د هغوی ملاتړ ونه کړي، موږ له القاعدې د طالبانو د ملاتړ دوام تر سختې څېړنې لاندې لرو.»

بل خوا د امریکا متحده ایالتونو یو مخکښ سیاستوالی له افغانستانه د امریکایي ځواکونو په وتلو کې پر ځنډ نیوکه کوي او وایي چې د جوبایډن اداره له عراقه د بشپړ وتلو تېروتنه په افغانستان کې هم تجربه کړي.
     
د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې غړی مایکل مک کال څرګندوي:«فکر کوم چې افغانستان ډېر مهم کېدلای شي، هیله من یم چې د جوبایډن اداره په هغه هېواد کې خپل پاتې ځواکونه وساتي او زه به په دې تړاو د بهرنیو چارو له وزیر بلېنکین او د ملي امنیت له سلاکار سالیوان سره کار وکړم چې د هغه هېواد ساتنه وکړي او طالبانو ته اجازه ورنه کړي چې دا هېواد ونیسي.»

بل خوا ټاکل شوې ده چې د پاکستان په چارو کې د ولسمشر ځانګړی استازی د چهارشنبې پر ورځ دغه هېواد  ته ولاړ شي او له اسلام آباده وغواړي چې طالبان د سولې مذاکراتو ته راستانه کړي.
                    
د پاکستان په چارو کې د ولسمشر ځانګړی استازی محمد عمر داوودزی وايي:«هیله ده چې له خپلې دغې اغېزې ګټوره استفاده وکړي او پایله یې دا وي چې طالبان د مذاکرې مېز ته راستانه شي او مفهوم او موخه لرونکې مذاکرې پیل کړي.»

په دوحه کې د سولې د خبرو له په ټپه درېدو ۳۶ ورځې تېرېږي، په داسې حال کې چې د دغو مذاکراتو د پېلېدو لپاره سیمه ییزې او نړېوالې هڅې پېل شوې دي خو تر اوسه طالبانو دغو مذاکراتو ته راستنېدل نه دي منلي.

شریک یي کړئ