Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

دوستم: جګړه د حل لار نه ده او ښکېل لوري باید سوله وکړي

مارشال عبدالرشید دوستم له طلوع نیوز سره په ځانګړې مرکه کې ټينګار کوي چې جګړه د حل لاره نه ده او ښکېلې خواوې باید سره سوله وکړي.

مارشال عبدالرشید دوستم په دې هکله څرګنده کړه:«که له جګړې سره یو ځای ته رسېدلای، نو په ۴۲ کلونو کې یوځای ته رسېدلو! طالبانو یو ځلې واک ترلاسه کړ، یو ځل مجاهدینو ترلاسه کړ، واک موږ.... دا دی چې ونه شو.»

دوستم ټینګار کوي چې په هېواد کې د سولې د ټینګښت لپاره باید د حکومتوالۍ په برخه کې هم ځينې کارونه ترسره شي.

هغه وايي:«د والیانو، ولسوالانو انتخابي والی، دلته اوس دوه والیان دي، یو د دولت او بل هم د طالبانو والي. پرېږدې چې زه واوسم بیا جګړه نه پيلوم، دا پرېږدو د خلکو رایو ته.»

تر دې وړاندې د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار ویلي چې که حکومت د دغه ګوند بندیان خوشی نه کړي؛ د نوموړي پلویان به په لاریون لاس پورې کړي او ارګ به محاصره کړي، مارشال دوستم د حکمتیار د دغو څرګندونو په تړاو داسې وايي:«حکمتیار صاحب همداسې هوايي هوايي خبرې کړې دي! ډېر هم مهار دی چې ځان مطرح کړي چې زه یو ځواک یم او داسې کولای شم هسې کولای شم... ځان خپلو دوستانو ته هم انعکاس کړه چې موږ د دې امکانات لرو. همدا مې یاد کړل چې حزب یعنې کوم حزب؟»
 
په دې مرکه کې مارشال عبدالرشید دوستم وایي چې نوموړی د دفتر او نورو امکاناتو د نشتوالي له امله تر اوسه کابل ته نه دی راغلی او ولسمشر هم تر اوسه په یوازې توګه له ده سره د کتنې غوښتنې ته مثبت ځواب نه دی ورکړی.

شریک یي کړئ