Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

پر فساد د تورنو دولتي چارواکو پر نیولو او بېرته ازادولو نیوکې

د ولسي جرګې ځينې غړي او هېوادوال د لوړ پوړو دولتي چارواکو نیول او بیا بېرته خوشې کول د پوښتنې وړ او فساد ته لاره هوارول بولي.

له دې سره سم لویه څارنوالۍ د دې پخلی کوي چې که څه هم د ننګرهار ګمرک اته تنه کارکوونکي د اداري فساد په تور نیول شوي وو، خو د ګمرک رییس، مرستیال او یو بل کارکوونکی د پولیسو لخوا په ضمانت خوشې شوي او بېرته کار ته لېږل شوي دي.

د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي وايي:«د افغانستان څارنوالۍ د پېښې په اړه د قانون د حکمونو په رڼا کې خپلې څېړنې بشپړې او د څېړنې د پلاوي جزییات د قانون د حکمونو په روڼا کې اطلاع رسونه کېږي.»

شاوخوا لس ورځې مخکې د کورنیو چارو وزارت له درنو جرمونو سره د مبارزې ریاست د ننګرهار د ګمرک د رییس او څو  تنو نورو د نیولو خبر ورکړ.

په داسې حال کې چې د ننګرهار د ګمرک پنځه تنه ټيټ پوړي کارکوونکي لاهم په بند کې دي، د ننګرهار ولایتي شورا وایي چې د ګمرک رییس له بنده خوشي شوی او خپل کار ته ستون شوی دی. د مالیې وزارت او کورنیو چارو وزارت په دې تړاو څه نه وایي.
     
د ننګرهار د ولایتي شورا غړی اسرار الله مراد وویل:«که چېرې دا سړی مجرم و، ولې خوشې شو که چېرې مجرم نه و د هغه د حیثیت ادعا څه کېږي.»

له دې سره همهاله د ښارجوړونې وزارت د مالي او اداري چارو د عمومي رییس د خوشي کېدو خبر هم ورکړل شوی دی، نوموړی دوه ورځې وړاندې له لسو تنو نورو سره د اداري فساد په تور نیول شوی و.

یو شمېر حقوقپوهان حکومت له فساد سره د مبارزې په چاره کې په سیاسي، سلیقه یي او ناقانوني چلند تورنوي.
            
د ولسي جرګې غړی کریم اتل وايي:«په دې ډول نیولو کې حتما د پردې تر شا معامعلې کېږي.»
     
د ولسي جرګې غړی میرافغان صافی هم څرګندوي:«حتماً دلته کوم فساد شته چې د همدغه فساد په پار نیول کېږي او بېرته خوشې کېږي.»

بل خوا لویه څارنوالي د پېرولو په تړونونو کې د فساد په تور د پوهنې وزارت د تدارکاتو د رییس د نیول کېدو خبر ورکوي.

ځينې هېوادوال که څه هم په فساد د تورنو کسانو د نیولو هرکلی کوي، خو وایي چې حکومت قانون یوازې پر عادي خلکو پلی کوي.
 
د کابل اوسېدونکي محمد اجمل وویل:«د دغه هېواد حاکمان د فساد د لېرې کولو لپاره هوډ نه لري.»

کلونه کېږي چې افغانستان د حکومتونو پر چارو د نړیوالو څارونکو بنسټونو له لوري یو له تر ټولو فاسدو هېوادونو ګڼل کېږي.

نړیواله ټولنې هم ۲۰۲۰کال په نړیوالې غونډه کې له افغانستان سره خپلې مرستې په دغه هېوا کې په ښې حکومتوالۍ او له فساد سره په مبارزې پورې مشروطې کړې.

شریک یي کړئ