Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ملي دفاع وزارت د ځانګړو ځواکونو عملیات زیاتوي

ملي دفاع وزارت د راتلونکي کال په پسرلي کې له طالبانو سره د مقابلې لپاره د ځانګړو ځواکونو عملیاتو کې له زیاتوالي خبر ور کوي.

د دفاع وزارت مرستیال شاه محمود میاخېل وايي چې د ملي پوځ، ملي امنیت او پولیسو ځانګړي ځواکونه د جنګي پلانونو لپاره ګډه چمتووالی نیسي او د هېواد هېڅ برخه به د سقوط له ګواښ سره مخ نه شي.

د دغه وزارت شمېرې ښیې چې طالبانو سږکال د اوو ولایتونو پر مرکزونو کې او ۱۰۳ ولسوالیو باندي بریدونه تر سره کړي، چې د امنيتي ځواکونو له خوا پر شا تمبول شوي دي. 

د امنیتي وضعیت د خرابېدو په تړاو له اندېښنو سره همهاله، ملي دفاع وزارت راتلونکي پسرلي ته د جنګي تابیاوو د نیولو خبره کوي.
په دې خبري غونډه کې د ملي دفاع وزارت مرستیال وایي چې که څه هم د طالب بندیانو له خوشي کېدو وروسته د جګړې په ډګرونو کې پوځي فشارونه زیات شوی؛ خو افغان ځواکونه د طالبانو د احتمالي بریدونو پر وړاندې چمتووالی لري.
 
د ملي دفاع وزارت مرستیال شاه محمود میاخیل :«زموږ ګومانډو ځواکونه، د کورنیو چارو وزات، د ملي امنیت خاص قطعات او جې ساک چې زمو له هوايي قوې سره تړلي دي دا مو تر یوې قومندې لاندې راوستل چې زموږ جنګي احضارات په دې کې دوه او درې برابره کېږي.»

د ملي دفاع وزارت د شمېرو له مخې په روان کال کې طالبانو پر اوو ولایتونو او۱۳۰ ولسوالیو یرغلیز بریدونه کړي دي.

که څه هم دغه بنسټ په پوځي عملیاتو کې د پوځ د مرګ ژوبلې په تړاو معلومات نه ورکوي؛ خو وایي چې د دې مودې په اوږدو کې ۱۸ زرو ۲۸۸ طالبان وژل شوي دي، څه باندې ۱۰ زره ټپیان شوي او شاوخوا ۲ زره نور نیول شوي دي.
                   
پخوانی پوځي اسدالله ندیم په دې هکله وايي:«هر لوری چې په جګړې ټينګار وکړي. له ډېرې مرګ ژوبلې او ویجاړۍ پرته هېڅ پایله به ونه لري.»

خو طالبان دې ډلې ته د درنې مرګ ژوبلې اوښتو په تړاو د حکومت ادعا نه مني.

هېوادوال تمه لري چې په دوحه کې د سولې په مذاکراتو کې پرمختګ راشي او را روان پسرلی خونړی نه وي.
                
د ولسي جرګې غړی سیدظاهر مسرور څرګندوي:«د حل لار دا ده چې ژر تر ژره د سولې بهیر ته چټکتیا ورکړي او دایمي اوربند وکړي له هغې پرته د طالبانو د ځواک ښودنه زیاتېږي.»

د نورو کلونو پر خلاف د سږکال په ژمي کې هم تاوتریخوالي دوام درلود. د امنیتي ادارو شمېرې ښيي چې په وروستیو څلرویشتو ساعتونو کې د ترشلو زیاتو ولایتونو په ځينو برخو کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړې شوې دي.

په دې لړ کې سرچینو ویلي دي چې د لوګر ولایت په مرکز کې پر یوې پوستې د طالبانو په برید کې نهه ولسي پاڅونوال وژل شوي او یو تن بل ټپي شوی دی.

شریک یي کړئ