Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د پولیسو لخوا د شکنجې او جنسي تېري په تړاو د یوه ځوان ادعا

له کندهاره یو ځوان کابل ته راغلی او وایي چې پولیسو وهلی ډبولی، جنسي تېری یې پرې کړی او بیا یې په زوره د غلا تور پرې منلی.

دغه ځوان فرید احمد نومیږي او ادعا کوي چې څو تنه نور، هم پولیسو د غلا په تور شکنجه کړي دي.

هغه وايي په کندهار کې یې د موټرو د پېر او پلور پر کاروبار کاو او یو نیم کال مخکې د کندهار د پنځلسمې امنیتي حوزې پولیسو د یوه موټر لیدو ته چې ګواکې خرڅوي یې، حوزې ته وغوښت او کله چې دی هلته ولاړه؛ نو پولیسو تر وهلو ډبولو وروسته ۲۱ ورځې بندي او شکنجه کړ.

فرید احمد ادعا کوي چې، پولیسو له ده غوښتل چې، ووايي د غلا لپاره حوزې ته تللی و، خو د دغې خبرې د نه کولو له امله څو پولیسانو پرې تېری وکړ.

دی زیاتوي:«اوولسه  او اتلس واره یې شکنجه کړو، بیا یې وویل چې دا یې نه مني، نو د حوزې امر هم و، نوم یې حاجي خان دی ـ د حوزې د امر یو ساتونکی چې د سرتېرو قومندان یو، دا دوه درې تنه و چې پر ما یې تېری وکړ.»

شکیب چې د څارګرې ملي ادارې یو له پخوانیو کارکوونکو دی وايي، د کندهار د پنځلسمې امنیتي حوزې پولیسو دی هم شکنجه کړی او د خپلو ټپونو د نښو نښانو په ښودلو سره زیاتوي چې په دې حوزه کې په برېښنا سره شکنجه شوی دی:«په خوله یې په د ټوپک په قنداق ووهلم، اته غاښونه مې مات شول، سر مې مات شو، داسې یې ووهلم چې څوک کافر نه وهي، بیا یې قومندانۍ ته بوتلم هلته یې څلویښت څلویښت څپېړې ووهلم چې غوږنه مې سم نه اوري.»

دوی وايي، د کندهار د پنځلسمې امنیتي حوزې امر حضرت الله- فرید احمد یې تر شکنجې لاندې دې ته اړ کړ چې دوی هم پر غلا تورن کړي.

د کندهار بل اوسېدونکی، محمدقسیم څرګندوي:«حوزه کې یې زه شکنجه کړم، پولیس حق نلري چې یو کس دوه ویشت ورځې په یوې خونې کې پرته له امکاناتو وساتي.»

دوی زیاتوي، لومړۍ محکمې دوی بې ګناه وبلل، خو دویمې محکمې بیا په غیابي محکمې کې فرید احمد په ۴نیم کاله بند او ۳ نور کسان یې هر یو په یو نیم- یو نیم کال بند محکوم کړي دي.

حضرت هم د کندهار اوسېدونکی دی، وايي چې پولیسو لخوا شکنجه شوی دی:«موږ یې په ساعتونو کانټينر کې وساتلو، په خدای قسم یوه مړۍ ډوډۍ یې راکوله، هوا ډېره ګرمه وه او موږ ته یې اوبه نه راکولې.»

خو د کندهار امنیه قومندانۍ بیا دغه کسان قاچاقچیان بولي او د پولیسو له لوري د دوی شکنجه او پرې د تېري ادعاوې ردوي.

د کندهار د پولیسو ویاند، جمال بارکزی څرګندوي:«تېره اوونۍ د کندهار پنځمې امنیتي حوزې کې اووه تنه قاچاق وړونکي د پولیسو لخوا ونیول شول او عدلي او قضايي بنسټونو ته معرفي شول.»

دا په داسې حال کې ده چې د بندیانو د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو په وروستي راپور کې له بندیانو سره تر ټولو ډېر ناسم چلند په کندهار کې ثبت شوی دی.

د فرید احمد په نامه ځوان ادعا کوي چې څو تنه نور، هم پولیسو د غلا په تور شکنجه کړي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه