Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د دولت عالي شورا لومړنۍ غونډه نن جوړه شوه

د دولت عالي شورا چې د هېواد کابو ۲۰ سیاسي مشران یې غړیتوب لري نن شنبې (د کب په ۹مه) خپله لومړنۍ غونډه جوړه کړه.

ولسمشر غني د دولت عالي شورا د لومړنۍ غونډې مشري په غاړه لرله.

ولسمشرماڼۍ وايي چې په دغې شورا کې د ګډون لپاره ټولو سیاسي مشرانو ته بلنه ورکړل شوې له دې ډلې کابو شلو تنو په دغې شورا کې حضور ومنه.

د ولسمشر د دفتر رییس محمد شاکر کارګر وايي:«د شورا له جوړېدو موخه په افغانستان کې د سولې راوستل دي.»

مارشال عبدالرشید دوستم چې د دولت د عالي شورا یو غړی دی د شنبې په ورځ، له کابو یوې نیم کال وروسته په دغې شورا کې د ګډون لپاره له جوزجانه کابل ته راغی.

مارشال دوستم په داسې حال کې کابل ته راغلی دی چې یو شمېر سیاسي مشران د لنډمهالي حکومت خبره کوي، خو ولسمشر غني له لنډمهالي حکومت سره مخالفت کړی دی.

دوستم وویل:«موږ راغلي یوو چې له ولسمشر سره جلسه ونیسو. نور سیاسي مشران هم ووینو. په سوله کې زموږ ټولو لاس بر دی؛ که چېرې سوله هم ونه شي، چا ته اجازه ورنه کړو چې همدا زموږ اوسنی وضعیت له منځه یوسي.»

که څه هم عبدالرشید دوستم پر سوله ټینګار کوي، خو وایي چې حکومت باید هڅه وکړي ولسوالۍ او لویې لارې د طالبانو له حضوره پاکې کړي. 

په دغو مراسمو کې د ملي روغې جوړې د عالي شورا رییس عبدالله عبدالله یو ځل بیا پر اوربند ټينګار کوي.

د ملي روغې جوړې د عالي شورا رییس عبدالله عبدالله وايي:«هغه څه چې د افغانستان د خلکو تمه وه، هغه تمه پوره شوې نه ده. تاوتریخوالی او جګړه دوام لري. هدفي ترورونه کېږي.»

په امنیتي او سیاسي چارو کې د ولسمشر سلاکار محمد محقق وویل:«که چېرې د چا په سر کې داسې خیال راشي چې د زور له لارې افغانستان ولکه کړي، خپل حساب دې وکړي چې د افغانستان خلک یو موټی دي.»

د ملي روغې جوړې عالي شورا وایي چې د دولت د عالي شورا د جوړېدو موخه، ولسمشر ته په مهمو سیاسي مسایلو کې د مشورې ورکولو لپاره د یوې سیاسي اجماع جوړېدل دي او د ملي روغې جوړې عالي شورا او د دولت عالي شورا د یو بل په چارو کې وظیفوي تداخل نه لري.

په کابل کې د پاکستان سفیر په اسلام اباد کې د یوې وینا پر مهال د امریکا له لوري د دوحې د هوکړه لیک پر ژر څېړل کېدو ټینګار کوي او په افغانستان کې د سولې لپاره اجماع مهمه بولي.

په کابل کې د پاکستان سفیر منصور احمد خان ویلي:«په افغانستان کې سوله اجماع ته اړتیا لري، نه یوازې کورنۍ اجماع بلکې په درېیو کچو لومړۍ په افغانستان کې دننه، په سیمه کې اجماع او د نړۍ په کچه اجماع ځکه امریکا او ناټو له دوو لسیزو راهیسې په افغانستان کې حضور لري.»
 
له دې ټولو سره سره په دوحې کې د افغانستان مرکچي پلاویو د مذاکراتو له بېرته پېلېدو د پنځو ورځو په تېرېدو سره یوازې درې ځلي غونډې کړې دي.

شریک یي کړئ