Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د امریکا او طالبانو ترمنځ هوکړه لیک یو کلن شو

په دوحه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه لیک د یو کلن کېدو سره هم مهاله طالبان وايي چې دغه هوکړه لیک د افغانستان د امنیت او ټیکاو لپاره عملي لار ده.

دغه ډله ګواښ کوي چې د دغې هوکړې بدیل به کومه پایله ونه لري.

ټیک یو کال وړاندې په همدې ورځ (د کب په ۱۰مه)امریکا او طالبانو له اتلسو میاشتو مذاکراتو وروسته د سولې هوکړه لیک لاسلیک کړ. په دغه هوکړه لیک کې دواړو لوریو ژمنه وکړه چې بهرني ځواکونه به د سږکال تر مې میاشتې له افغانستانه وځي او طالبانو ژمنه وکړه چې له القاعدې سره به اړیکې پرې کوي او نورو ترهګرو ته به هم اجازه نه ورکوي چې د افغانستان له خاورې  امریکا او د هغې متحدانو ته ګواښ پېښ کړي.

د افغان سولي لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي:«اوس موږ بیاځلې نه ګواښل کېږو، په دې هکله دواړه لوري هوکړې ته رسېدلي یوو او موږ هم یو ضرب العجل لرو که چېرې شرایط په سمه توګه عملي شي، موږ خپل ځواکونه بهد اپرېل تر پایله بهر کړو.»

د طالبانو سیاسي مرستیال ملا عبدالغني برادر هم وویل:«که چېرې دغه تاریخي هوکړه لیک په بشپړه توګه عملي شي او د خلکو د غوښتنې پر بنسټ اسلامي نظام رامنځته شي بې ثباتې پای ته رسېږي او یوه دایمي سوله ټينګېږي.»

د سولې په چارو کې د دولت وزیر سید سعادت منصور نادري څرګندوي:«ژمنه یې کړې وه چې له ترهګرو ډلو سره خپله اړیکه پرې کوي خو هغه معلومات چې د افغانستان اسلامي جمهوري ته رسېدلي دي دغې ډلې خپلې اړیکې نه دي پرېکړې.»

د دغه هوکړه لیک له مخې ټاکل شوې وه چې له لاسلیک کېدو یې لس ورځې وروسته بین الافغاني خبرې پېل شي، د طالبانو د پنځه زره بندیانو د خوشي کېدو څرنګوالی د دې لامل شو چې دا کار ونه شي؛ تر دې چې د سولې مشورتي جرګې د ۴۰۰ خطرناکو بندیانو د خوشي کېدو په تړاو پرېکړه وکړه او افغان حکومت پنځه زره طالب بندیان او طالبانو هم د افغان حکومت زر تنه بندیان خوشي کړل.
              
د پاکستان په چارو کې د ولسمشر ځانګړی استازی محمد عمر داوودزی وايي:«د افغانانو تمه دا وه چې د دغه هوکړه لیک له لاسلیک سره افغان وژنه پای ته ورسېږي، خو داسې ونه شول او حتا وژنې زیاتې شوې.»

بین الافغاني مذاکرات د ۱۳۹۹ لمریز کال د وږي پر دویمه یعنې د هوکړه لیک له لاسلیک کېدو شپږ میاشتې وروسته پېل شول؛ خو  دواړو لوریو درې میاشتې بحثونه وکړل او بالاخره د سولې مذاکراتو د تګلارې پر سر هوکړې ته ورسېدل.

په مذاکراتو کې د بنسټ په توګه د دوحې د هوکړه لیک او د حنفي فقې د منل کېدو پر سر د ناندریز بحث له امله د مذاکراتو لومړی پړاو درې میاشتې وغځېد.
 
د افغانستان د سولې مرکچي پلاوي غړې فوزیه کوفي وايي:«په دغه تړون کې د څلورو ذکر شویو موردونو له ډلې یوازې له افغانانو سره د سولې مذاکراتو پیل عملي شوی دی.»

د مذاکراتو د لومړي پړاو له پای ته رسېدو وروسته د افغانستان اسلامي جمهوریت مرکچي پلاوی کابل ته راستون شو او د ملا عبدالغني برادر په ګډون د طالبانو د مرکچي پلاوي ځينې غړي پاکستان ته ولاړل؛ خو کله چې له درېیو اوونیو وروسته بېرته قطر ته راستانه شول، د اجنډا د ټاکلو پر سر خبرې بېرته پېل نه شوې.
 
د افغانستان اسلامي جمهوریت د مرکچي پلاوي غړي محمد امین احمدي وویل:«په ټول کې د طالبانو کړنو د هغوی د سولې غوښتنه له شک او ګومان سره مخ کړې ده چې ایا هغوی واقعاً سوله غواړي که نه؟» 

د مذاکراتو دویم پړاو په داسې حال کې له سره پېل شو چې د جوبایډن په مشرۍ د امریکا نوي حکومت د هوکړه لیک د بیا کتنې خبره وکړه چې د امریکا د دغه دریځ په اعلان سره، د مذاکراتو دویم پړاو شپږ دیرش ورځې په ټپه ودرېد.

خو طالبان د دوحې د هوکړه لیک په مناسبت یوې اعلامیه کې د بهرنیو ځواکونو د هوایي بریدونو پر دوام نیوکه کوي او د امریکا له لوري د دغه هوکړه لیک بیاکتنې ته په نغوتې سره وایي چې د دوحې هوکړه لیک افغانستان امنیت او ټیکاو ته رسوي او د دغه هوکړه لیک بدیل یوه ناکامه هڅه بولي.

د طالبانو د اعلامیې په یوې برخه کې راغلي:«د دوحې توافقنامه په افغانستان کې د امن او ثبات د ټینګښت لپاره یوه عملي لاره ایجاد کړې. که د هغې په مقابل کې د بل هر بدیل هڅه کېږي پایله به یې سر له اوسه په ناکامي محکومه وي.»
                 
په اسلام آباد کې د طالبانو د واکمنۍ سفیر عبدالسلام ضعیف څرګندوي:«د دوحې د هوکړې او پرېکړې په مطابق پروسه مخته ولاړه شي او د افغانستان موضوع د مذاکراتو، تفاهم او سیاسي اسټراټېژۍ له لارې حل شي.»

د ولسمشر د ملي امنیت د سلاکار د دفتر ویاند رحمت الله اندړ هم وویل:«لا هم په دغه تړون کې د افغانانو لپاره د هیله منی څه نه شته، ان د بین الافغاني مذاکراتو پروسه د طالبانو له لاسه ټکنۍ ده.»

اوس مهال د مذاکراتو د اجنډا د ټاکلو پر سره د دواړو لوریو د تماس ډلو ترمنځ څلور غونډې شوې دي چې پایله یې نه ده ورکړې، له دغو غونډو باخبره سرچینې وایي چې د دغو مذاکراتو د چټکتیا د امریکا له لوري د هوکړه لیک د بیاکتنې د پایلې په اعلان پورې تړلې ده.

ټیک یو کال وړاندې په همدې ورځ (د کب په ۱۰مه)امریکا او طالبانو له اتلسو میاشتو مذاکراتو وروسته د سولې هوکړه لیک لاسلیک کړ.

شریک یي کړئ