Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

لغمان امنیه قومندان: لغمان لپاره د طالبانو نومول شوی والي وژل شوی

د لغمان امنیه قومندان وايي چې د دغه ولایت لپاره د طالبانو نومول شوی والي په پاکستان کې وژل شوی دی.

د لغمان امنیه قومندان منظور ستانکزی وايي د دې ولایت لپاره د طالبانو نومول شوی والي عبدالهادي پشی وال تېره ورځ د پاکستان په خیبرپښتونخوا د چهارصدي روډ په نوم سیمه کې د دوه وسلوالو لخوا د کور مخکې ته یې وژل شوی دی. 

لغمان امنیه قومندان منظور ستانکزی وايي:«د هغه قتل په پاکستان هېواد کې د دې منفي تاثیرات ډېر عمیق دي البته له معنوي اړخ نه، ځکه له دوی سره به خامخا سوال پیدا کېږي چې دا ولې په مرموز ډول هتله وژل کېږي. دا به قبوله کړو چې د هغوی اصلي ادرس هماغه دی.  هماغلته ژوند کوي د دوی تشکیلات له هماغه ځایه راځي نو طبعاً به په صفوفو به یې بد تاثیرات وکړي.»

طلوع نیوز ته رسېدلي معلومات ښيي چې عبدالهادي پشي وال د لغمان د الشینګ ولسوالۍ اوسېدونکی دی، چې د یو کال راهیسې د لغمان لپاره د طالبانو نومول شوی والي و چې له دې وړاندې د طالبانو نظامي کمېسیون غړی هم پاتې شوی دی.
 
د لغمان مرکز مهترلام ښار یوې څنډې ته راغلي یوو. د سفري کلي اوسېدونکي وايي هره ورځ د سختو جګړو شاهدان دي. 

د لغمان مرکز اوسېدونکی انځور ګل وايي:«ځينې وختونه وسله وال مخالفین وي او جګړه هم کېږي. غواړو چې جګړه نه وي او سوله راشي.»

اوس پوښتنه دلته ده. چې د طالبانو نومول شوي والي وژل کېدو سره د لغمان ولایت پر امنیتي وضعیت کې به کوم بدلون راشي.
 
د لغمان ولایتي شورا غړی محمد ظاهر حسین خېل وايي:«کافي تهدیدات په کې شته، ولسوالۍ ته تګ راتګ د قطار په شکله کولای شي، خو په ځانګړې توګه په یوه ځان او یا دوو او درې کسو سره په هاموې او رنجر سره تلی نه شي.»

د دې راپور په اړه د طالبانو ویاند وايي په پاکستان کې د طالبانو نومول شوي والي عبدالهادي پشي وال وژل کېدو په تړاو یې تروسه معالومات بشپړ کړي نه دي.

طلوع نیوز ته رسېدلي معلومات ښيي چې عبدالهادي پشي وال د لغمان د الشینګ ولسوالۍ اوسېدونکی دی، چې د یو کال راهیسې د لغمان لپاره د طالبانو نومول شوی والي و.

شریک یي کړئ