Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

خلیل زاد او عبدالله د سولې هوکړه لیک د بيا کتنې په هکله خبرې وکړې

د ملي ورغې جوړې عالي شورا په یوې خبرپاڼه کې وايي چې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیل زاد د دغه شورا له مشرتابه سره وکتل.

خبرپاڼه کې راغلي دي چې په دغې لیدنه کې ښاغلي خلیل زاد او ښاغلي عبدالله د سولې مذاکراتو، د امریکا د نوي حکومت له خوا د دوحې د سولې هوکړه لیک د بیاکتنې، د سولې مذاکراتو د بهیر چټکتیا، په دوحه کې د افغانانو ترمنځ د مذاکراتو د دویم پړاو، د تاوتریخوالي د کموالي، د سولې مذاکراتو د پرمختګ د لارو چارو او افغانستان کې تلپاتې سولې رسېدو په هکله خبرې اترې وکړې.

له دې مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوې خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې ښاغلي خلیل زاد دا ځل دوحې، کابل او د سیمې د ځينو نورو هېوادونو پلازمېنې ته سفر وکړي.

خبرپاڼه کاږي چې زلمی خلیل زاد به د دغو لیدنو په لړ کې د افغانستان له مشرانو او ځينو نورو افغان مشرانو، د طالبانو له استازو او د سیمې هېوادونو له مشرانو چې خپلې ګټې په افغانستان کې په یوې سیاسي حل لارې او پراخه اوربند کې ویني، بحث وکړي.

د امریکا د نوي ولسمشر جو بایډن د حکومت د کار له پیل وروسته، دا لومړی ځل دی چې خلیل زاد د سیمې هېوادونو ته سفر کوي.

تمه کېږي چې ښاغلی خلیلزاد له ولسمشر غني او ځينو نورو افغان چارواکو سره هم وویني. 

شریک یي کړئ