Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د امریکا پخواني دفاع وزیران: سرتېري دې د مې تر میاشتې نه وځي

د امریکا متحده ایالاتو دوو پخوانیو دفاع وزیرانو په افغانستان کې د دغه هېواد د سرتېرو د پاتې کېدو غوښتنه کړې ده.

رابرټ کېټس د بارک اوباما حکومت او مارک اسپر د امریکا د مخکیني ولسمشر، ډونالډ ټرمپ حکومت دفاع وزیرانو مشوره ورکړې چې اوسني حالاتو کې باید امریکايي سرتېري افغانستان پرېنږدي.

هغو جو بایډن ته سپارښتنه کړې چې د مې تر لومړي باید دغه ځواکونه له افغانستانه ونه ویستل شي.

مارک اسپر وايي چې واشنګټن دوحه کې د سولې هوکړې له مخې سم عمل نه دی کړی، خو د هغه په خبره طالبانو د هوکړې له مخې خپله هېڅ مهمه ژمنه چې د تاوتریخوالیو کمښت، د افغانستان حکومت سره د سولې خبرې او له القاعدې ډلې سره د اړیکو پرېکوڼ و، نه ده عملي کړې.

اسپر زیاته کړې:«موږ له حسن نیت سره خپله ونډه ادا کړه، خو منصفانه ده چې اوایی، طالبانو داسې نه دي کړي.»

هغه همداراز څرګنده کړې چې افغانستان کې د ۲ زره او ۵۰۰ ته د امریکايي سرتېرو کمښت په  تړاو د ټرمپ له امر سره مخالف و:«کله چې زه دولت کې وم، دا موضوع مې روښانه کړه، فکر مې وکړ چې (ځواکونه) باید ۴ زره او ۵۰۰ پورې پرېږدو چې شرایط برابر شي.»

دی ټینګار کوي:«موږ باید ډاډ ترلاسه کړو چې افغانستان بیا د ترهګرو په امن پتنځای نه بدلیږي.»

په همدې حال کې رابرت ګېټس څرګنده کړې چې طالبانو ته باید پیغام واستول شي، دا چې که د سولې خبرو ته جدي پام ونکړي، امریکا به له افغانستانه ونه وځي.

د راپور له مخې رابرټ ګېټس په ۲۰۰۹ زیږدیز کال کې کله چې جو بایډن د ولسمشر مرستیال و او افغانستان ته یې د سرتېرو لېږلو سره مخالف و، درېدلی او ورسره نښتی دی.

ګېټس وايي:«ډېر کم غوراوی دا دی چې طالبانو ته دا پیغام ورسول شي چې امریکا به هغه وخت له افغانستانه ووخي چې دوی د سولې خبرې جدي وګڼي.»

د هغه په خبره امریکا اوس مهال افغانستان کې ۲ زره او ۵۰۰ سرتېري لري او باید هغه هلته وساتي.

تېر کال د کب په ۱۰مه امریکا او طالبانو له اتلسو میاشتو مذاکراتو وروسته د سولې هوکړه لیک لاسلیک شوه او په دغه هوکړه لیک کې دواړو لوریو ژمنه وکړه چې بهرني ځواکونه به د سږکال تر مې میاشتې له افغانستانه وځي او طالبانو ژمنه وکړه چې له القاعدې سره به اړیکې پرې کوي او نورو ترهګرو ته به هم اجازه نه ورکوي چې د افغانستان له خاورې  امریکا او د هغې متحدانو ته ګواښ پېښ کړي.

د امریکا پخوانیو دفاع وزیرانو جو بایډن ته سپارښتنه کړې چې د مې تر لومړي باید امریکايي ځواکونه له افغانستانه ونه ویستل شي.

شریک یي کړئ