Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

هلمند کې چاودنې د یوه پولیس ژوند واخیست

هلمند ولایت کې چاودنې د یوه پولیس ژوند واخیست او یو ملکي کس یې ټپي کړ.

امنيتي سرچينې وايي نن(چهارشنبې د کب په ۱۳مه ڼېټه) دغې چاودنه کې د نادعلي ولسوالۍ یو تن پوليس وژل شوی او يو بل مُلکي وګړی ټپي شوی دی.

دغه پېښه د هلمند په مرکز د لښګرګاه  ښار د درېیمې امنیتي حوزې په اړوند بولان سیمه کې د یوه پولیس پر شخصي موټر ماین چاودنه شوې ده.

د پېښې مسوولیت چا نه دی منلی.

دا په داسې حال کې ده چې د سولې له ناڅرګند برخلیک سره همهاله په را روان پسرلي کې د امنیتي وضعیت په تړاو اندېښنې ورځ تر بلې زیاتېږي.

د روان زیږدیز کال په دویمې میاشت کې د امنیت ضد پېښو کې ۴۴۳ مُلکي او پوځي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د طلوع نیوز د موندنو پر بنسټ په فبروري مېاشت کې ۱۶۰ امنیت ضد پېښې چې د نښلوونکو ماینونو چاودنې، د سړک غاړې ماینونو چاودنې، موخه ییز بریدونه او د طالبانو ډله ییزي بریدونه په کې شاملېږي په هېواد کې ثبت شوي دي.

په دې پېښو کې ۲۷۰ کسان وژل شوي او ۱۷۳تنه نور ټپیان شوي دي.  د طلوع نیوز معلومات ښیې چې د فبرورۍ میاشتې مرګ ژوبله د جنورۍ میاشتې په پرتله کم وو.

د طلوع نیو د شمېرو له مخې د فبروري میاشتې له پېله تر پایه د پلازمېنې په ګډون د هېواد په بېلابېلو برخو کې د امنیت ضد ۶۶۶ پېښې شوي دي. طلوع نیوز په دې رپوټ کې یوازې هغه پېښې را اخیستې دي چې د خپلواکو سرچینو له لوري تایید شوې دي.

د طلوع نیوز د شمېرو له مخې په فبروري میاشت کې په امنیت ضد پېښو کې ۲۷۰ پوځيان او ملکیان وژل شوي دي او ۱۷۳ تنه نور ټپيان شوي دي، په داسې حال کې چې په جنوري میاشت کې ۲۷۱ تنه وژل شوي وو او ۳۴۷ تنه نور ټپیان شوي وو.

هلمند کې چاودنې د یوه پولیس ژوند واخیست

دا په داسې حال کې ده چې د روان زیږدیز کال په دویمې میاشت کې د امنیت ضد پېښو کې ۴۴۳ مُلکي او پوځي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

Thumbnail

هلمند ولایت کې چاودنې د یوه پولیس ژوند واخیست او یو ملکي کس یې ټپي کړ.

امنيتي سرچينې وايي نن(چهارشنبې د کب په ۱۳مه ڼېټه) دغې چاودنه کې د نادعلي ولسوالۍ یو تن پوليس وژل شوی او يو بل مُلکي وګړی ټپي شوی دی.

دغه پېښه د هلمند په مرکز د لښګرګاه  ښار د درېیمې امنیتي حوزې په اړوند بولان سیمه کې د یوه پولیس پر شخصي موټر ماین چاودنه شوې ده.

د پېښې مسوولیت چا نه دی منلی.

دا په داسې حال کې ده چې د سولې له ناڅرګند برخلیک سره همهاله په را روان پسرلي کې د امنیتي وضعیت په تړاو اندېښنې ورځ تر بلې زیاتېږي.

د روان زیږدیز کال په دویمې میاشت کې د امنیت ضد پېښو کې ۴۴۳ مُلکي او پوځي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د طلوع نیوز د موندنو پر بنسټ په فبروري مېاشت کې ۱۶۰ امنیت ضد پېښې چې د نښلوونکو ماینونو چاودنې، د سړک غاړې ماینونو چاودنې، موخه ییز بریدونه او د طالبانو ډله ییزي بریدونه په کې شاملېږي په هېواد کې ثبت شوي دي.

په دې پېښو کې ۲۷۰ کسان وژل شوي او ۱۷۳تنه نور ټپیان شوي دي.  د طلوع نیوز معلومات ښیې چې د فبرورۍ میاشتې مرګ ژوبله د جنورۍ میاشتې په پرتله کم وو.

د طلوع نیو د شمېرو له مخې د فبروري میاشتې له پېله تر پایه د پلازمېنې په ګډون د هېواد په بېلابېلو برخو کې د امنیت ضد ۶۶۶ پېښې شوي دي. طلوع نیوز په دې رپوټ کې یوازې هغه پېښې را اخیستې دي چې د خپلواکو سرچینو له لوري تایید شوې دي.

د طلوع نیوز د شمېرو له مخې په فبروري میاشت کې په امنیت ضد پېښو کې ۲۷۰ پوځيان او ملکیان وژل شوي دي او ۱۷۳ تنه نور ټپيان شوي دي، په داسې حال کې چې په جنوري میاشت کې ۲۷۱ تنه وژل شوي وو او ۳۴۷ تنه نور ټپیان شوي وو.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه