Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

'د کابل د موسهي ولسوالۍ په اتو سترو کلیو کې طالبان حضور لري'

د کابل د موسهي ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې د دغې ولسوالۍ په اتو سترو کلیو کې لا هم طالبان حضور لري او دغې ولسوالۍ ته د دولتي کارکوونکو تګ راتګ ستونزمن دی.

موسهي د کابل له نا امنیو سیمو او د پلازمینې په ۳۰ کیلومترۍ کې پرته ولسوالۍ ده.

د موسهي ولسوالۍ اوسېدونکي وايي په دغې ولسوالۍ کې د دولتي ځواکونو او طالبانو تر منځ په نښته او همداراز ماین چاودنو کې ډېر د سر او مال زیان د سیمې اوسېدونکو ته اوړي.

د موسهي یو تن اوسېدونکی عبدالله وايي:«هغه کسان چې په دولت کې دنده لري اردو یا پولیس او یا هغه کسان چې په نورو برخو کې دي هغوی ته زیان او تاوان رسېږي.»
 
د موسهي ولسوالۍ بل اوسېدونکی نقیب الله هم وویل:«په موسهي کې د دولت مخالفان حضور لري. دا ولسوالۍ چندان امنیت نه لري په ځينو برخو کې حکومت واکمني لري.»

ورته مهال هغه پوځیان چې په دغې ولسوالۍ کې د امنیت په ټینګښت بوخت دي وایي، سره له دې چې، هیله من دي؛ روان پسرلی به د جګړې پای وی، خو بیا هم په را روان کال کې د جګړو د دوام لپاره له خپل چمتوالي خبر ورکوي.

په موسهي ولسوالۍ کې د ملي پوځ یو له دغو سرتېرو پرویز څرګنده کړه:«هغه مرګ ژوبله چې ملکي کسانو ته اوړي، موږ ته تر ټولو ستر زیان دی.»

په موسهي کې د ملي پوځ د یوې پوستې قومندان جمعه سید سادات هم وايي:«امنیتي او دفاعي ځواکونه د دې وس لري چې د هر ډول پلیتت او شوم پلان مخه ونیسي.»

د دغې ولسوالۍ ځينې سیمې له کلونو راهیسې نا امنه دي.
 
شریک یي کړئ