ننګرهار ولایت کې د هدفي وژنو په دوام نن سهار (پنجشنبې د کب په ۱۴مه نېټه) د ماین چاودنې له کبله یوې ډاکټرې ژوند بایلود.
وژل شوې ډاکټره صدف نومېده او د ننګرهار دولتي روغتون کې یې په نسايي ولادي برخه کې کار کولو.
د ننګرهار ولایت سیمهییز مسوولین وايي پېښه د جلال اباد ښار درېیمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې شوې ده.
چارواکي د پېښې څرنګوالي په تړاو وايي چې چاودنه په ریکشا کې د ځای پر ځای شوي ماین چاودنې له کبله رامنځته شوې ده.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې ننګرهار کې هدفي وژنو او چاودنو خلک اندېښمن کړي دي.
وړمه ورځ یاد ولایت کې د انعکاس ټلویزیون درېیو ښځینه کارکوونکو دوو بېلو وسله والو بریدونو کې ژوند بایلود.
د یادې رسنۍ د مسوولینو په وینا د مرسل وحیدي، سعدیه سادات او شهناز رووفي په دوبلې برخه کې کار کاو.