د ننګرهار امنیتي مسوولین د ننګرهار سره رود ولسوالۍ کې د اوو کارګرو له وژل کېدو خبر ورکوي.
یوه امنیتي سرچینه نن(پنجشنبې د کب په ۱۴مه نېټه) وايي چې وژل شويو کارګرو د ګچو یوې کارخونې کې کار کاوو او د بامیانو ولایت اصلي اوسېدونکي دي.
سرچینه همداراز زیاتوي چې پېښه تېره شپه پاولی سیمه شوې او لومړۍ د یادو کارګرو لاسونه تړل شوي او بیا وژل شوي دي.
د ننګرهار ولایت امنیه قومندان، جمعه ګل همت وايي د پېښې په تړاو یې څلور تنه نیولي دي.
هغه زیاتوي:«له نیول شویو کسانو څېړنې روانې دي، زه ډاډه یم چې فاعلین به همدا کسان وي، جدي تعقیب یې کیږي او مجرمین به د قانون منګولو ته سپارل کیږي.»
د پېښې مسوولیت چا نه دی منلی.