Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د افغانستان سولې هوکړه لیک لاسوند یوه نسخه طلوع نیوز ته رسېدلې ده

د افغانستان د سولې هوکړه لیک لاسوند چې په دې وروستیو کې د هېواد له مطرح سیاسي څېرو سره شریکه شوې ده، طلوع نیوز ته رسېدلې ده.

د افغانستان د راتلوونکو لپاره د لارښوونې اصول، انتقالي حکومت، د سیاسي لارې نقشه او تلپاتې اوربند، د دغې مسودې درې مهمې برخې دي.

په دغه لاسوند کې راغلي دي چې د انتقالي حکومت له پای وروسته، د افغانستان راتلوونکی مشر به د ټاکنو پر بنسټ وټاکل شي.

د افغانستان د راتلوونکي لپاره د لارښوونیزو اصولو په برخه کې، راغلي دي چې د هېواد رسمي دین اسلام دی، د افغانستان ټول وګړي به خوندیتوب ولري او افغانستان د دغه هېواد د ټولو قومونو او مذهبونو ګډ کور دی.

د دې سربېره، په دغې مسوده کې راغلي دي چې نوی اساسي قانون د ښځو او ماشومانو له حقونو نه به ملاتړ وکړي.

د سولې انتقالي حکومت به درې ځانګړې او مساوي څانګې به ولري چې درې برخې په ځان کې رانغاړي.

لومړی: اجرايي برخه، د هغه په مشرۍ به د دولت رییس حضور ولري او د کابینې وزیران او همدارنګه خپلواکه ریاستونه د هغه له نورو برخو دي.

دویمه برخه: ملي شورا چې ولسي جرګه او مشرانو جرګه په کې شاملېږي، د دغه لاسوند پربنسټ ټاکل شوې ده چې د طالبانو استازي هم د ملي شورا په ترکیب کې ځای پر ځای کړل شي، خو د هغه د غړو کره شمېر روښانه نه دی.

درېیمه برخه: قضاییه قوه چې د اسلامي فقهې خپلواکه شورا او د نوي اساسي قانون تدوین کمېسیون هم په هغه کې شاملېږي.

د فقهې عالي شورا به له پنځلسو غړو به جوړه شي چې د هغه اوه غړي یې طالبان او نور غړي به یې د اسلامي جمهوریت دولت او د هغه یو غړی د دولت رییس انتخابوي او دغه شورا دنده لري چې په ټولنیزو، کلتوري او د هېواد په نورو معاصرو موردونو کې، اسلامي لارښوونې وکړي. 

تېره اوونۍ د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه جګپوړي چارواکي چې وې غوښتل د هغه نور په ډاګه نه شي، طلوع نیوز ته یې د دې پخلی وکړ چې واشنګټن د افغانستان راتلوونکي سیاسي نظام، د واک د لېږد د یوه پړاو د رامنځته کولو څرنګواليو او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان په کوربه توب د یوې نړیوالې غونډې د جوړېدو په هکله حکومت او له حکومته بهر سیاستوالو ته ځينې وړاندیزونه کړي دي، ترڅو هغوی په دې هکله له واشنګټن سره خپل لیدلوري شریک کړ.

دغه چارواکی زیاتوي چې دغه وړاندیزونه د افغان سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له لوري طالبانو سره هم شریک کړل شوي دي.

د ټاکنو له لارې د واک لېږد

ولسمشر غني تېره ورځ (شنبې د کب په ۱۶مه)د ملي شورا د ۱۷مې تقنیني دورې درېیم کال د پرانیستې مراسمو کې ټینګار وکړ چې د اساسي قانون له مخې هېواد کې د واک لېږد یوازېنۍ لاره ټاکنې دي او دا اصل د معاملې وړ نه دی.

په داسې حال کې چې ولسمشر غني د امریکا لخوا ځینو افغان سیاستوالو سره د انتقالي حکومت وړاندیز شوې طرحې ته په روښانه توګه اشاره نه کوي، وايي هر بنسټ کولی شي چې خپله خیالي طرحه ولري، خو وروستۍ پرېکړه د افغانستان د خلکو په لاس کې ده.

هغه ټینګار وکړ چې پایدارې سولې ته رسېدل ممکن دي، اما داسې سولې ته رسېدل چې تاوتریخوالی پای ته ورسوي او سیاسي، اقتصادي او اجتماعي ثبات راوړي، تدبیر غواړي، ژمنه غواړي او فداکاري غواړي.

ښاغلي غني زیاته کړه:«د ټاکنو له لارې د واک لېږد زموږ لپاره د نه معاملې وړ اصل دی.»

ولسمشر غني وايي افغانستان کې سیاسي واک یوه لار لري چې هغه د خلکو رایه ده:«موږ چمتو یوو چې د  نړیوالې ټولنې تر څار لاندې ازاد او رڼې ټاکنې ترسره کړو. د وخت په تړاو یې هم چمتو یوو چې خبرې وکړو او پایلې ته ورسیږو.»

نوموړي وړاندې وویل:«پایداره سولې ته د رسېدو لپاره هر ډول قربانۍ ته چمتو یم، خو نشم کولی چې د خلکو پر وړاندې له خپل راکړل شوي مسوولیته اوږې سپکې کړم، د ټاکنو له لارې د واک لیږد زموږ لپاره داسې اصل دی چې پرې معامله نه کوو.»

هغه د سولې لپاره رامنځته شوی فرصت څېرو څلورو لس ییزو کې بې مخینه بولي، خو زیاتوي چې افغانستان به هغه مهال سولې ته ورسیږي چې د سولې بهیر مالکیت د افغانانو په لاس کې وي.

د ښاغلي غني د وینا یوه برخه کې طالبانو ته پیغام و:«طالبانو ته زما پیغام دا دی، هېڅوک په وېرې او ګواښ د افغانانو غږ نشي ټيټولی، تاسې باید د افغانانو غږ واورئ او دوی له جګړې ستړي دي، تاسې پر خپلو ژمنو ودریږئ او د سولې خبرو کې ژر مثبتې پایلې ته ورسیږئ.»

ولسمشر همداراز وویل چې د هېواد له یوولسو ولایتونو د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د قربانیانو کورنیو ته به کابل کې ۱۰ زره نمبرې ځمکه وویشل شي. 

له طالبانو سره د خلیل زاد لیدنه

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي په دوحه کې د خپل سفر په دویمه ورځ،  تېره ورځ (شنبې) د طالبانو له مرکچي پلاوي سره ولیدل.

ښاغلي خلیلزاد دوه ورځې مخکې دوحې ته ولاړ او د افغانستان اسلامي جمهوریت له مرکچي پلاوي سره یې ولیدل.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم په خپل ټوېټر پاڼه لیکلي دي چې په قطر کې د طالبانو د دفتر مشر ملاعبدالغني برادر، د طالبانو د مرکچي پلاوي مشر مولوي عبدالحکیم او د طالبانو د مرکچي پلاوي ځينو نورو غړو له خلیل زاد سره د لیدنې په لړ کې د دوحې د هوکړه لیک د بشپړ پلي کېدو په هکله خبرې وکړې.

محمد نعیم لیکلي:«په دغې غونډه کې دواړو لوریو د دوحې هوکړې ته خپله ژمنه څرګنده کړه او د هغه د پر بشپړه عملي کېدو خبرې وکړې. په ناسته کې همدارنګه د افغانستان د اوسني وضعیت په هکله او د افغانانو ترمنځ د روان بهیر د چټکتیا او اغېزمنتیا په هکله بحثونه وشول.»
 
بل خوا د امریکا د وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې رپوټ ورکړی دی چې زلمي خلیل زاد په خپلو وروستیو کتنو کې بن غونډې ته د ورته یوې لویې غونډې د جوړېدو وړاندیر کړی دی چې په کې د لنډمهالي حکومت په تړاو خبرې وشي.

خو د ملي امنیت پخوانی مشر رحمت الله نبیل د واشنګټن له لوري د سولې د نوې طرحې پایلې خطرناکې ګڼي:«داسې ونه شوي چې دا طرحه داسې ترتیب شي چې بالاخره موږ افغانان پایلې ته ونه رسېږو او یوه بله طرحه پله لار کې وې او په مېز کېښودل شي.»
        
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د مرکچي پلاوي غړی غلام فاروق مجروح هم څرګندوي:«هغه طرحه چې ښاغلي خلیل زاد افغان سیاستوالو ته مطرحه کړې وه، له موږ سره یې شریکه کړه. پر هغې کار کوو او ښايي په راتلوونکو غونډو کې له یو بل سره پرې خبرې ولرو. شونې ده چې دا طرحه له مقابل لوري سره م شریکه کړل شوي وي.»

بل خوا د ملي روغې جوړې عالي شورا وایي چې د امریکا د نوې طرحې له مخې ټاکل شوې ده؛ ملګري ملتونه په فعاله توګه په افغان سولې بهیر کې ښکېل شي او نړیوال او سیمه ییز لوبغاړي د دغه سازمان تر نظر لاندې د افغان سولې په تړاو یوه واحد نظر ته ورسېږي.
              
د ملي روغې جوړې د عالي شورا مرستیال حاجي دین محمد وویل:«خلیل زاد دا خبره وکړه چې موږ له نړیوالې ټولنې، سترو ځواکونو او ملګرو ملتونو سره خبرې کړې دي او ویلي یې دي چې ښايي له دې وروسته کنفرانس کې چې راځي د ملګرو ملتونو رول په کې ډېر وي.»

خو ولسمشر غني چې په سولې بهیر کې د طالبانو پرنیت شک لري، هغوی له تاوتریخوالي نه د لاس اخیستو ته رابولي. 

ولسمشر محمد اشرف غني زیاتوي:«تاوتریخوالی کم کړې، له شعاره تېر شې او په عمل کې ثابته کړې چې سولې ته واقعي نیت لرئ.»

له دې ټولو سره سره هېوادوال تمه لري چې ښکېل لوري ژر تر ژره د انعطاف په ښودلو سره په سولې بهیر کې هوکړې ته ورسېږي څو په راوران کال کې د جګړو شاهدان نه وي بلکې واقعي سوله تجربه کړي.

شریک یي کړئ