د هلمند د امنیه قومندانۍ پر یوې ښځینه کارکوونکې او د هغه پر خاوند د دغه ولایت په مرکز لښکرګاه ښار کې د ناپېژانده وسله والو له خوا برید شوی دی.
امنیتي سرچینې وايي چې دغه پېښه نن سهار (یکشنبې د کب په ۱۷مه) د لښکرګاه ښار د لومړۍ امنیتي حوزې په اړوند سیمه کې رامنځته شوې ده چې د دغه ولایت د امنیه قومندانۍ ښځينه کارکوونکې ملاله له خپل خاوند سره هغه مهال چې د دندې په لور روانه وه، د ناپېژانده وسله والو له خوا په نښه شول.
سرچینې زیاتوي چې ملاله په دغې پېښه کې ټپي شوې او خاوند یې وژل شوی دی.
د هلمند امنیتي چارواکو تراوسه په دې هکله څه نه دي ویلي.
تراوسه د طالبانو په ګډون هېڅ ډلې د دغې پېښې مسوولیت نه دی منلی.
د شنبې په ورځ د دغه ولایت د ملي امنیت د څارنوالۍ رییس په لښکرګاه ښار کې په یوې چاودنه کې ووژل شو.
په دغې چاودنه کې چې د هلمند د امنیه قومندانۍ په مخکې وشوه، د ښاغلي سادات یو له ساتونکو هم ووژل شو او اته تنه نور ټپيان شول.
موټر بم هغه مهال چاودنه وکړه چې ښاغلی سادات له کوره د وظیفې په لور په حرکت کې و.
هغه ۳۵ کلن و، او له درې کلونو راهیسې پر دغه مقام کار کاوه.