Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په بلخ کې د طالبانو په برید کې اته تنه امنیتي ځواکونه وژل شوي

د بلخ امنیه قومندانۍ ویاند عادل شاه عادل وايي چې د نهر شاهي ولسوالي پر امنیتي پوسته د طالبانو د  تېرې شپې په برید کې اته سرتېري او پنځه طالبان وژل شوي او شپږ تنه سرتېري او اوه طالبان ټپیان شوي دي.

هغه زیاته کړه:«طالبان پر دغې سیمې له ډېر ځواک سره راغلل او خپل برید یې پیل کړ. له بده مرغه تېره شپه هوا هم غباري وه  او زموږ هوايي ملاتړ هم لږه ستونزه لرله او همدا د دې لامل شو چې دا مرګ ژوبله واوړي.»

خو د ځينو قربانیانو کورنۍ وايي چې د دغې پېښې د وژل شویو سر تېرو شمېر ۱۴ تنو ته رسېږي.

د شنبې پر ورځ هم د بلخ په چمتال ولسوالۍ کې د طالبانو په یوه برید کې د پوځ اوه سرتېري ووژل شول او  اوسهال دوی راغلي چې د  وژل شوي امنیتي سرتېرو او افسرانو مړي خاورو ته وسپاري.

شریک یي کړئ