Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

محب: له طالبانو سره یوازې مذاکره به د دایمي سولې لامل نه شي

د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب وايي چې له طالبانو سره به یوازې مذاکره په هېواد کې د دایمي سولې لامل نه شي، بلکې لنډمهاله سوله به له ځان سره ولري.

حمدالله محب زیاتوي، په هېواد کې اوسنۍ جګړې بهرنۍ رېښې لري او یوې واقعي سولې ته د رسېدو لپاره اړتیا ده، چې د سیمې او نړۍ او همداراز له طالبانو سره تر سولې وروسته ګواښونو ته هم په جدي توګه پام وشي.

هغه په دې هکله وویل:«د افغانستان روانه جګړه، کورنۍ جګړه نه ده؛ بلکې بهرني اړخونه لري او له همدې امله له طالبانو سره یوازې مذاکره به د دایمي سولې او ټیکاو لاملنه شي، بلکې موږ باید له سولې وروسته خپل ګواښونه وڅېړو چې د هغې اغېزه به د افغانستان پر خلکو څه وي.»

له دې سره سم، یو شمېر پاکستاني سیاستوال د امن او ثبات تر سرلیک لاندې په جوړه شوې غونډه کې له طالبانو وغوښتل چې، ژر تر ژره تاوتریخوالی راکم کړي.

د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت په کابل کې د افغانستان او خیبر پښتونخوا د یو شمېر مخورو په ګډون د امن او ثبات په نامه یوه غونډه جوړه کړې ده. په اسلام آباد کې د یو شمېر سیاسي ګوندونو د استازو پر باور د افغانستان جګړه پوځي حل لار نه لري او دواړه لوري باید ژر تر ژره یوې سیاسي هوکړې ته ورسېږي.
                  
د عوامي نشل ګوند غړی غلام محمد بلور وايي:«کوم شی چې غواړئ؟ چېرته هغه په دنیا کې په کوم اسلامي ملک کې شته؟ نشته خو ته یې ساکنه وې زموږ له د افغانستان سله مشرانو سره کېنښې کوم شیان چې تاسې غواړئ خبرې وکړې.»

د پاکستان په بلوچستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ غړی ملک عبدالمجید کاکړ هم څرګندوي:«موږ بیا هم د امن په تلاش کې یوو. موږ بیا هم سوله غواړو موږ بیا هم امن غواړو.»

بل خوا د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر په نا مستقیمه توګه په پاکستان کې د میشتو قومونو او دغه راز افغانستان پر وړاندې د پاکستان پر سیاستونو نیوکه کوي. خو ټینګار کوي چې دا ستونزې باید په ګډه هوارې شي.
                               
د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر محب الله صمیم وايي:«څوک چې موږ وژني یا موټر بم کوي، یا انتحاري کوي او یا په لاره کې راته ماین اېږدي. دوی کومه فابریکه نه لري، چې دوی په هغه کې بم جوړ کړي یا موټر بم جوړ کړي. یا په هغه کې انفجاري مواد جوړ کړي. دا موږ او تاسو ته واضح معلومه ده چې دا چېرته جوړېږي.»
         
د ملي روغې جوړې د عالي شورا مرستیال حاجي دین محمد هم وویل:«د یو ملک د بل ملک په وراني کې ګټه نشته. دا واضح خبره ده د اور بڅري او دود به هلته ځي او له خوشبویۍ نه به یې خوشبويي هغې خوا ته ځي. نو په دې وجه باندې موږ په هغه صورت کې امن او ثبات خوا ته راتلای شو چې موږه ټوله سیمه په کې همکاري وکړو.»
 
که څه هم تر اوسه د افغانستان د سولې برخلیک څرګند نه دی ؛ خو د ولسمشر غني د ملي امنیت سلاکار وایي چې مذاکرات د دایمي سولې لامل نه کیږي او اړتیا ده چې د سولې له هوکړې وروسته د اوسنۍ جګړې بهرنیو اړخونو ته هم پاملرنه وشي .

افغانستان او پاکستان دوه هغه ګاونډیان دي چې تل یې اړیکې له لوړو  او ژورو سره مخ شوې دي . ډیری سیاستوال وایي چې د افغان سولې کلي په پاکستان کې ده  او زیاتوي چې د اسلام آباد صادقانه رول به په افغانستان کې د دایمي سولې لامل شي.

شریک یي کړئ