طلوع نیوز ته رسېدلي سندونه د دې ښودنه کوي چې په لسګونه مېلیونو ډالر او په سلګونه کیلو ګرامه سره زره له هېواده بهر ته قاچاق شوي دي.
د دغو سندونو په یوې برخه کې چې باوري حکومتي سرچینې یې هم پخلی کوي راغلي دي چې یوازې په یوه مورد کې د ۲۰۲۱ کال په درې لومړنیو میاشتو کې، کابو ۶۰ مېلیونه ډالر او ۳۲۹ کیلو ګرامه سره زره د حیرتان له بندره په ترانزیټي توګه ازبیکستان او وروسته عربي اماراتو او کازاخستان ته قاچاق شوي دي.
بل خوا په شهزاده سرای کې سرچینې وایي چې د حیرتان بندر له لارې په ورځ کې د اته مېلیون ډالرو په ارزښت پیسې د ټرانزیټ په ډول ازبیکستان او وروسته نورو هېوادونو ته قاچاق کېږي.
د افغانستان د روڼتیا څاربنسټ رییس اکرام افضلي وویل:«له هېواده بهر ته او له بهره هېواد ته د ناقانونه پیسو جریان یوه ډېره بنسټيزه ستونزه ده چې افغان حکومت د هغه په مخنیوي کې ناکام دی.»
د سندونو له مخې د حیرتان بندر د څو تنو کارکوونکو او امنیتي مسوولانو په ګډون، زورواکي، سیاستوال او د پارلمان ځينې غړي د پیسو او سروزرو په قاچاق کې لاس لري.
د ولسي جرګې د ځینو غړو په وینا د هېواد له بندرونو د پیسو او سروزرو قاچاق په یوه عادي کار بدل شوی دی، خو دغو ناقانونه فعالتیونو ان د هېواد د ملي امنیت پر وړاندې جدي خطرونه رامنځته کړي دي.
د ولسي جرګې غړی عبدالستار حسیني وايي:«په پارلمان کې ځينې کسان شته چې د پیسو او سرو زرو قاچاق کوي او دولت هم د ملي پانګې او پیسو په چاقاق کې دخیل دی.»
د ولسي جرګې ځينې غړي پر دې باوردي چې دا مافیايي کړۍ هڅه کوي څو له دې لارې له هېواد نه بهر تورې پېسې پر سپنو هغو بدلې کړي.
د ولسي جرګې د مالي او بودیجې کمېسیون یو غړی وايي چې د دې ستونزې د حل لپاره یې د مالیې وزارت له چارواکو سره څو غونډې کړي دي، خو تر اوسه پر دې ستونزې غور نه دی شوی.
د ولسي جرګې د مالي او بودیجې کمېسیون غړی جاوېد صافی څرګندوي:«همدا تورې پیسې دي چې دلته راځي او سپینېږي او وروسته د مخالفینو په واک کې ورکول کېږي او په ترهګریزو بریدونو کې ... له هغې استفاده کېږي.»
د مالیې وزارت په دې تړاو څه نه وایي.
له دې سره همهاله په تاجیکستان کې سرچینې وایي چې د تېر کال په نوامبر میاشت کې د تاجیکستان د پولیسو له لوري ۹۰ کیلو ګرامه سره زر او پنځلس مېلیون ډالره ضبط شوي دي. دا سرچینې وایي چې په دې تړاو د ولسي جرګې پخوانی مرستیال میرزا محمد کټوازي د تاجیکستان د بهرنیو چارو د وزیر په ګډون د دغه هېواد له جګپوړو چارواکو سره په کتنه کې د دغو پیسو او سرو زورو د بېرته ستنولو غوښتنه وکړه. خو ښاغلی کټوازی د پیسو او سروزرو په قاچاق خپل لاسلرل بې بنسټه ګڼي.
په دې اړه مو اندونه