Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د مارچ په ۲۷مه ترکیه کې د سولې د ناستې د ترسره کېدو احتمال

د افغان سولې بهیر لپاره د هڅو په درشل کې ترکیه کې د سولې د ناستې خبر ورکړل شوی.

طالبانو ته نېږدې سرچینې وايي ټاکل شوې ترکیه کې د سولې ناسته د مارچ میاشتې په ۲۷مه نېټه ترسره شي.

ترکي چارواکو د افغان سولې بهیر کې د همکارۍ لپاره ټټر وهلی.

ترکیه کې د "عدالت او پراختیا" ګوند ویاند، عمرسلیک انادوله خبري اژانس ته ویلي چې هېواد یې د افغانستان او سیمې سولې په تړاو منځګړتوب او هڅو ته چمتو دی.

هغه زیاته کړې:«افغانستان زموږ لپاره یو ډېر مهم هېواد دی.»

ترکیه کې ناسته د ملګرو ملتونو په مشرۍ د امریکا متحده ایالاتو په وړاندیز جوړیږي.

امریکايي چارواکو بیا د ناستې نېټه نه ده تایید کړې او ویلي یې دي چې کره وخت یې تر اوسه نه دی مالوم.

دا په داسې حال کې ده چې افغان سولې بهیر چټکتیا لپاره د امریکا متحده ایالاتو له هڅو سره هم مهاله، ټاکل شوې تر راتلونکو اتو ورځو پورې مسکو هم په دې تړاو د ناستې کوربه‌توب ‌وکړي.

چارواکي تاییدوي چې د ولسمشر غني، د ملي مصالحې د عالي شورا رییس، عبدالله عبدالله په ګډون د چین، پاکستان او د طابانو استازي هم دغې ناستې ته وربلل شوي دي.

د ناستې ترسره کولو موخه دوحه کې د سولې خبرو چټکتیا ښودل شوې ده.

د ملي مصالحې د عالي شورا ویاند، فریدون خوځون څرګندوي:"دغه کنفرانس ته د افغانستان ځينې شخصیتونه دعوت شوي دي، د ملي مصالحې عالي شورا رییس هم دعوت شوی دی، اوس پر بحثونو بوخت دی چې په کې به ګډون وکړي او که نه؟."

خو هغه زیاتوي چې روسیه د افغانستان سولې بهیر که مهم هېواد دی.

یوه سرچینه وايي چې ناسته د امریکا متحده ایالاتو سره په همغږۍ ترسره کیږي.

ولسمشرۍ ماڼۍ تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.

په همدې حال کې امریکا متحده ایالات هم د افغانستان سولې په تړاو د یوې نړیوالې ناستې په هڅه کې ده.

طلوع نیوز ولسمشر غني ته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلنکېن د استول شوي لیک یوه نسخه ترلاسه کړې چې په کې انټوني بلنګین افغان سیاستوالو ته د امریکا د وړاندیز شوې طرحې پخلی کوي او وايي چې واشنګټن له ملګرو ملتونو سازمان څخه غواړي چې د امریکا، روسیې، چین، پاکستان، ایران او هند د بهرنیو چارو وزیرانو او ځانګړو استازو له حضور سره، د افغانستان پر سوله د بحث لپاره یوه غونډه جوړه کړي.

طالبانو ته نېږدې سرچینې وايي ښایې ترکیه کې د سولې ناسته د مارچ میاشتې په ۲۷مه نېټه ترسره شي.

شریک یي کړئ