Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ښوونځیو کې د نجونو ترانې ویلو په تړاو د بشري حقونو کمېسیون غبرګون

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون نن(پنجشنبه د کب په ۲۱مه نېټه) د پوهنې وزارت لخوا په ښوونځیو کې له ۱۲ کالو لوړ عمرلرونکو نجونو لخوا د ترانو ویلو منع کولو په تړاو خبرپاڼه کې هنري مهارتونو ته لاسرسی د ماشومانو حق بللی دی.

یاد کمېسیون ویلي دي د عمر او جنس سره د توپيري چلند پرته ښوونه او روزنه، د بیان ازادي او هنري مهارتونو ته لاسرسی د ماشومانو لومړني حقونه دي.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي«د نجونو او هلکانو په ګډون ټول ماشومان کولی شي چې له خپلوحقونو په مساويانه توګه استفاده وکړي. د ماشومانو حقونو او ازادیو پروړاندې هر ډول محدودیت د بشري حقونو عمومي اصولو، د ماشومانو د حقونو کنوانسیون او د افغانستان ملي قوانینو په ځانګړې توګه د اساسي قانون او د ماشوم د حقونو د ملاتړ قانون خلاف بولي.»

تېره ورځ د پوهنې وزارت هغه مکتوب چې په کې دولتي او خصوصي ښوونځيو کې د هغو نجونو لخوا چې عمر یې له ۱۲ کالو لوړ وي، د ترانو ویل منع شوي دي تاییدوي.

دغه مکتوب کې راغلي په هر ډول ناستو کې پرته له دې چې ټول ګډونوال یې ښځینه وي، له ۱۲ کالو لوړ عمر لرونکې نجونې نشې کولی ترانې ووايي.

یاد وزارت د دغه کار لامل په لیسو کې پر نجونو د درس له ډېروالي د کورنیو شکایت بولی.

په همدې حال کې دا پرېکړه د مدني ټولنې یو شمېر فعالانو له نیوکه سره مخامخ شوې او هغه د ښځو حقونو کې محدودیت بولي.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي«د نجونو او هلکانو په ګډون ټول ماشومان کولی شي چې له خپلوحقونو په مساويانه توګه استفاده وکړي.»

شریک یي کړئ