Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د غني سلاکار اړوند لابراتوار ته د مسافرو د کرونا ازمایښت سپارل

ولسمشرۍ ماڼۍ دوبۍ او ابوظبۍ ته د تلونکو مسافرو د کرونا ټسټونه داسې یوه لابراتوار ته انحصار کړي چې د ولسمشر غني د سلاکار اړوند دی.

‎د ملکي هوایي چلن ادارې د یو مکتوب پر بنسټ، ولسمشرۍ ماڼۍ لارښوونه کړې چې د کرونا ټسټونه دې د یو اماراتي لابراتور له خوا، د سیټي لابراتوار سره په همغږۍ وشي، خو افغانستان کې اماراتي لابراتوار نشته.

 له دې کار وورسته، سیټي لابراتوار د ټسټونو فېس زر افغانۍ، تر هغې کچې لوړ کړی چې روغتیا وزارت ورته ټاکلی و.

د ملکي هوايي چلند ادارې په یوه مکتوب کې ویلي د اماراتو دولت وړاندیز کړی چې د «جي‎۴۲» شرکت له لوري د کرونا معاینات له سیټي لابراتوار سره په همکارۍ وشي، خو په یوه بل مکتوب کې یې ویلي، ولسمشرۍ ماڼۍ دغه ډول لارښوونه کړې ده.

د یوه خصوصي لابراتوار رییس، صدیق الله صافی وايي:«د اماراتو هېواد کوم پروګرام نلري یوازې یو شخصي کار دی چې زموږ دولت کې شوی دی.‎»       

 له څلورو میاشتو راهیسې هغو مسافرانو ته چې غوښتل یې ډوبۍ ته ولاړ شي همداسې ویل کېدل، خو احمد فواد صدیق چې په دې موده کې تر اوسه دوه ځلي د یوه بل لابراتوار د پي سي آر په تصدیق پاڼې سره ډوبۍ ته تللی وايي، امارات هېواد د یوه مشخص لابراتور له لوري د یادې معاینې د تصدیق پر چارې کار نه لري.

سوداګر، احمد فواد صدیق څرګندوي:«د هر لابراتوار تصدیق چې ولرئ، دوی ته مهم نه دی،  ځکه چې هغوی بیا هم ټسټ کوي.‎»

د ملکي هوايي چلند ادارې په مکتوب کې ویل شوي چې، دغه پرېکړه د امارات له شکایت وروسته چې، ویل کېږي پر کرونا ځينې اخته مسافر له افغانستانه دغه هېواد ته تللي شوې ده، خو بالاخره د دغه وضعیت د مخنیوي لپاره دغه چاره یوه لابراتوار ته محدوده شوې ده.

د یوه خصوصي لابراتوار مشر، مسعود حیدري څرګندوي:«د روغتیا سکتور ملاتړی او کنټرول کوونکی د عامې روغتیا وزارت دی. نه پوهېږو چې ولې د عامې روغتیا وزارت چوپه خوله پاتې دی.»

د جي ۴۲ لابراتوار نوم د امارات لابراتوارونو په نوملړ کې چې، نشته.

عامې روغتیا وزارت وايي، له سیټي لابراتوار پرته پر ۳۱ دولتي او خصوصي لابراتوارونو د محدودیت له وضعه کېدو په جریان کې نه دی.
د عامې روغتیا وزارت ویاند، میرویس علي زی بیانوي:«کله چې لابراتوارونه له ستونزې سره مخامخ کیږي د عامې روغتیا وزارت مکلف دی چې ترې دفاع وکړي.»

د سیټي لابراتوار څښتن رضوان اله احمدزی په روغتیايي چارو کې د ولسمشر غني سلاکار دی.

د کرونا ویروس د ازمایښتونو د تړون مسوول او د ولسمشر د سلاکار د دفتر رییس، مسیح نوري وايي:«(رضوان الله احمدزی) هېڅ په کې ښکېل نه دی. له (جي۴۲شرکته) پلاوی راغلو او وروسته له سروې سیتي لابراتوار وټاکل شو. انحصار او له واکه ناوړه ګټه اخیستنه نه ده شوې.»

سیټي لابراتوار د دغه ډول سروې د ترسره کېدو په تړاو کوم سند نه ورکوي؛ خو نور لابراتوارونه بیا وايي چې، تر اوسه هڅې داسې کومه سروې نه ده شوې.
سره له دې چې، په بازار کې د کرونا ویروس د یوې معاینې لګښت تر ۱۷۰۰ افغانۍ پورې ده؛ خو سیټي لابراتوار له هرې  معاینې ۴۵۰۰ افغانۍ اخلي.

مسیح نوري زیاتوي:«سیتي لابراتوار د جي۴۲ استازی دی. بیې د جي ۴۲ لخوا ټاکل شوې دي، دوی خپلې بیې همدومره ۵۹ ډالره ټاکلې دي.»

د سیاحتي شرکتونو لومړی مرستیال، مسعود بینا بیانوي:«پي سي ار یو پي سي ار دی، ولې باید مسافر په یوه ځانګړي سکتور کې له زر افغانیو ډېرې ورکړي.»

ولسمشرۍ ماڼۍ او د ملکي هوايي چلند اداره په دې اړه ځواب ورکړې ته حاضر نه شول.

سیټي لابراتوار وايي، له جي ۴۲ شرکت سره د دوی له لوري شوې هوکړه به د دې لامل شي چې، د کرونا په تړاو د جعلي تصدیق پاڼو مخه ونیول شي او همداراز په امارات هوايي ډګر کې مسافران بیا ځلي معاینه نه شي.

دوی زیاتوي، دغې هوکړې دوبۍ ته د سیاحتي ویزو د بیا ورکړې بهیر پیلېدو ته هم موکه برابره کړې ده.

د کرونا ویروس ازمایښت له انحصاري کېدو وروسته سیتي لابراتوار د عامې روغتیا وزارت د ټاکلي نرخ خلاف، د دغه ټسټ بیه زر افغانۍ زیاته کړې

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه