Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

هرات کې د چاودنې د قربانیانو د شمېر زیاتوالی؛ ۸ کسانو ژوند بایللی

هرات کې د موټربم برید له کبله ۸ کسانو ژوند بایللی او لږ تر لږه ۶۰ نور ټپيان دي.

د هرات والي وايي پېښه تېر ماښام(جمعه د کب په ۲۲مه نېټه) د پولیسو څوارلسمې حوزې ته نېږدې د یوه فلانکوچ موټر سره ترسره شوې ده.

د پېښې ډېری قربانیان ملکي کسان دي.

چارواکي چاودنه زوروه بولي او وايي چې له کبله یې په سیمه کې د خلکو ۱۵ کورونه وران شوي دي او ورته درانه مالي زیانونه اوښتي دي.

تر اوسه د پېښې مسوولیت کومې ډلې نه دی منلی.

په همدې حال کې ولسمشر غني هرات کې د  تېر ماښام موټربم برید په تړاو ویلي طالبانو له دغه برید سره ښکاره کړه چې هېواد کې د جګړې پایته رسولو هوډ نلري.

د ارګ خبرپاڼه کې د ولسمشر غني له قوله لیکل شوي« طالبانو د ولسونو پر ضد د خپلې نامشروع جګړې او تاوتریخوالي په دوام یو وار بیا وښوده چې نه یوازې په سوله ییز او اساسي ډول د روان ناورین د حل وړتیا او د جګړې د پایته رسولو اراده نه لري، بلکې وضعیت لا پېچلی او د سولې برابر شوی فرصت ضایع کوي.»

دا چاودنه په داسې حال کې کیږي چې هېواد کې د سولې لپاره هڅې روانې دي.

چارواکي وايي چې چاودنه تېر ماښام د هرات ښار کې د پولیسو  څوارلسمې حوزې ته نېږدې شوې ده

شریک یي کړئ