Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

افغانستان ترکیه کې د افغان سولې په اړه دغونډې له جوړېدو هرکلی کوي

د هېواد د بهرنیو چارو وزیر له خپل ترکي سیال چاووش اوغلو سره په تلېفوني خبرو اترو کې، د افغان سولې خبرو اترو په هکله د غونډې له کوربه توبه هرکلی وکړ.

هغه زیاته کړه چې د افغانستان د سولې بهیر کې ډېریو ښکېلو لوریو د استانبول غونډه کې د ګډون لپاره چمتووالی ښودلی دی.

ټاکل شوې ده چې ترکیه د امریکا په غوښتنه، د افغان سولې په هکله د یوې غونډې کوربه وي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د دغې غونډې د کوربه توب لپاره د ترکیې له چمتووالي ستاینه وکړه.

ښاغلي اتمر د هیله څرګنده کړه چې دغه غونډه به په هېواد کې د اوربند د ټینګښت او سیاسي حل لارې ته د رسېدو په درشل کې مخ په وړاندې یو ګام وي.

د شنبې په ورځ د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي ویاند اسټېفان ډوژاریک په یوې خبري ناسته کې اعلان وکړ چې دغه سازمان چمتو دی چې په افغانستان کې ښکېل لوري، په دغه هېواد کې سولې ته د رسېدو په کار کې همکاري وکړي. 

د ملګرو ملتونو سازمان دغه چارواکی ټینګار کوي چې دغه سازمان چمتو دی چې د افغانستان له خلکو سره د مرستې لپاره، هغه هم په هغه صورت کې چې ښکېل لوري موافق وي، رول ولوبوي.

اسټېفان ډوژاریک په دې هکله وویل:«موږ چمتو یوو، په هغه صورت کې چې په دغه بهیر کې د ملګرو ملتونو سازمان رول له ښکېلو لوریو سره همکاري وکړو، زموږ رول به تل د افغانستان د خلکو ملاتړ ته متمرکز وي.»

د افغان سولې په هکله د نړۍ او سیمې په کچه د ډپيلماټيکو هڅه په هکله د پوښتنې په ځواب کې، د ملګرو ملتونو سازمان دغه غړي وویل چې د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي د افغانستان له ټولو متحدانو سره له هغې ډلې امریکا، روسیې، قطر او د ترکیې له چارواکو سره په اړیکه کې دي.

دا څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي چې ټاکل شوې ده په مسکو او استانبول کې د افغان سولې په کله غونډې جوړې شي. 

شریک یي کړئ