Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

برېښنايي پېژندپاڼو کې د۵۴ نورو قومونو د لیکلو په وړاندې غبرګونونه

د احصایې او معلوماتو د ملي ادارې هغه پرېکړه، چې اساسي قانون کې د ثبتو ۱۴ قومونو تر څنګ دې، د ۵۴ نورو قومونو نومونه هم برېښنایي تذکرو کې وي له غبرګونونو سره مخامخ شوې ده.

له دې منځه د ملي روغې جوړې عالي شورا وایي، دا پرېکړه یوه تېروتنه ده او باید اصلاح شي. 

د ملي روغې جوړې عالي شورا هم لیکلي چې، ملي مسایل لویو بحثونو ته اړتیا لري او په وینا یې د احصایې او معلوماتو ملي اداره باید خپله تېروتنه اصلاح کړي.

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې له هغې پرېکړې څو ساعته وروسته چې په برېښنايي تذکرو کې د ۵۴ قومونو نومونه هم رسمیت لري، د ولسمشر دویم مرستیال لومړی ولیکل، نه ښايي چې د افغانستان د قومونو د هویت په اړه په بېړه پرېکړه وشي.
خو له دغه دریځه ۶ ساعته وروسته سرور دانش یوه بله لیکنه خپره کړه چې، په هغې کې  بیا د هېواد د قومونو د اصلاح شوي نوملړ په اړه څرګندونې شوې وې.

د ولسمشر د دویم مرستیال دد مطبوعاتو او کلتوري چارو رییس محمد هدایت  د قومونو د خپاره شوي نوملړ په اړه د طلوع نیوز د پوښتنې ځواب ته د سرور دانش دویمه لیکنه راولېږله.

له دې سره سم، د اسلامي جمعیت ګوند مشر صلاح الدین رباني، د دغه ګوند اجراییه مشر عطامحمد نور او د ولسي جرګې مشر بیا لیکلي چې، له نورو قومونو د دغو اقوام بېلول نفاق اچونه ده او د ملت جوړونې روحیې ته زیان رسوي.

د مشرانو جرګې ځينې غړو هم په دې هکله غبرګون ښودلی دی.

د مشرانو جرګې لومړی مرستیال محمد علم ایزدیار وویل:«افغانستان یووالي ته اړتیا لري، پیوستون ته اړتیا لري، یو ملت کېدو ته اړتیا ده. په دغو شرایطو کې باید څېړنه وکړو چې زموږ لومړیتوبونه کوم دي.»

له دې سره سم، د لږکیو د انسجام شورا په دې غونډه کې بیا د احصایې او معلوماتو ملي ادارې له دغې پرېکړې هر کلی کوي او له حکومته غواړي چې، د هېواد لږکي هم باید په لویو سیاسي مسایلو کې ښکېل واوسي.

د لږکیو د انسجام شورا رییس احمد شکیب سانین په دې هکله وايي:«تراوسه موږ له مړي داسې وو او روح مو نه درلود؛ د دې لپاره هر چېرته چې تللو سپکاوی مو کېده، ځکه چې لږکیو وو.»

د احصایې او معلوماتو ملي اداره وايي، د دغو قومونو نومونه د هغوی د استازو په غوښتنو سره په برېښنايي تذکرو کې ور زیات شوي دي.

د احصایې او معلوماتو ادارې ویانده رویینا شهابي څرګندوي:«په برېښنايي پېژندپاڼو کې په افغانستان کې د څوارلسو قومونو د نومونو سربېره د ټولو قومونو لیکنه، هېڅ ډول قانوني ممانعت نه لري.»

حکومت په ۱۳۹۶ کال کې په افغانستان کې د اوسېدونکو قومونو د پېژندنې لپاره یو کمېسیون جوړ کړ؛ خو دغه کمېسیون پایلې ته ونه رسېد او سترې محکمې لارښوونه وکړه چې، په افغانستان ۱۴ قومونه دي چې، په اساسي قانون کې یې هم نومونه راغلي دي.

د برېښنايي تذکرو وېشنه بیا په ۱۳۹۷ کال کې پیل شوه؛ خو په هغې د افغان کلیمه له مخالفتونو سره مخ شوه او بالاخره پرېکړه وشوه چې، په پېژندپاڼو کې د افغان کلیمې تر څنګ د قومونو نومونه هم ولیکل شي.

شریک یي کړئ