Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د قطر له سفر وروسته له افغان مشرانو سره د خلیل زاد لیده کاته

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیل زاد په قطر کې د طالبانو له مشرانو تر لیدو یوه ورځ وروسته، نن دوشنبې (د کب په ۲۵مه) کابل ته راغی او له افغان مشرانو سره یې ولیدل.

ولسمشر غني نن له غرمې وروسته له ښاغلي خلیل زاد سره په ولسمشرۍ ماڼۍ کې ولیدل.

ولسمشرۍ ماڼۍ وايي چې په دغې لیدنه کې ښاغلي خلیل زاد د خپلو وروستیو سفرونو په هکله ښاغلي غني ته معلومات ورکړل او دواړو لوریو د سولې بهیر او راتلوونکو ګامونو په هکله خبرې وکړې.

ښاغلي خلیل زاد همدارنګه د ملي روغې جوړې عالي شورا له مشر عبدالله عبدالله سره هم لیدلي دي.

ښاغلی عبدالله وايي چې په دغې لیدنه کې د سولې بهیر، نویو نوښتونو، وروستیو سیاسي تحولاتو او راتلوونکو ګامونو په هکله خبرې اترې شوې دي.

د عبدالله عبدالله په وینا، په دغې ناسته کې سولې بهیر پر چټکتیا هم ټينګار وشو.

د سولې وړاندیز شوې طرحې په هکله د افغان مشرانو غونډه

د ملي روغې جوړې د عالي شورا د مشرتابه کمېټه نن (دوشنبې د کب په ۲۵مه) وویل چې د دغې کمېټې غړو تېره ورځ څه باندې درې ساعته د افغانستان د سولې د هغه هوکړه لیک د مسودې په تړاو بحث وکړ چې د خلیل زاد له لوري سیاستوالو او افغان حکومت ته سپارل شوې ده.

د ملي روغې جوړې د عالي شورا د مشرتابه کمېټې غړی رحمت الله نبیل وایي چې د دې کمېټې ډېری غړي د دې مسودې په تړاو مثبت نظرونه لري.
 
ښاغلي نبیل وايي:«ډېری په دې باور وو چې دغه طرحه ښې موضوعګانې لري، خو ځينې پوښتنې هم موجودې وې.»

خو دا د کار پای نه دی، ټاکل شوې ده چې د ترکیې له غونډې مخکې د ملي روغې جوړې د عالي شورا مشرتابه کمېټه د دغې وړاندیز شوې طرحې د کمزورتیا او پیاوړتیا ټکي روښانه کړي او له امریکا سره به خپلې پوښتنې مطرح کړي.
 
د ملي روغې جوړې عالي شورا د مشرتابه کمېټې غړی رحمت الله نبیل څرګندوي:«کله ګډوڼ، لکه د اسلامي فقهې شورا ونډه، د بنسټونو برخلیک هغه پوښتنې دي چې باید هغوی ته ځواب پیدا کړو.»

د ملي روغې جوړې د عالي شورا د مشرتابه کمېټې په غونډه کې پرېکړه وشوه چې افغان حکومت به د امریکا د سولې د هوکړه لیک د مسودې په تړاو خپل لید لوری له واشنګټن سره شریک کړي او طالبان هم یو ځل بیا وایي چې دا مسوده یې تر څېړنې لاندې ده.
                 
د پوهنتون استاد  فیض محمد ځلاند وویل:«د امریکا د وړاندې شوې طرحې پرته بله کومه داسې د بدیل حل لار نه لیدل کېږي، چې په هغه کې دې د واک د انتقال او د یوه ټول ګډونه حکومت رامنځته کېدل، او په لویه کې اوسنۍ جګړې ته د یوه سیاسي حل لارې برابرولو فرصت برابر شي.»

له دې ټولو سره سره پرون ماښام ملا عبدالغني برابر د قطر د بهرنیو چارو د وزیر له مرستیال او دغه راز زلمي خلیل زاد سره کتلي دي.
                  
د طالبانو د مرکچي پلاوي ویاند محمد نعیم څرګندوي:«په ناسته کې د دوحې د توافق نامې د تطبیق، د افغانستان په روان وضعیت او د بین الافغاني مذاکراتو په روان بهیر په اړه خبرې او د نظر تبادل وشو.»

د پاکستان د لومړي وزیر ځانګړي استازي هم پرون د ایران د بهرنیو چارو له وزیر سره کتلي دي؛ افغان سوله یوه له هغو مسالو وه چې په دې کتنه کې پرې بحث شوی دی.
           
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند سعید خطیب زاده څرګندوي:«دا سلامشورې د افغانستان له دولت سره په همغږۍ کې ترسره کېږي.»

بل خوا د امریکا د لاس آنجلس ټایمز ورځپاڼې د امریکا متحده ایالتونو د پوځ د مرکزي قومندانۍ د قومندان جنرال کنېټ مک کنزي او  دغه راز په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د قومندان جنرال سکاټ مېلر له خولې لیکلي دي چې که امریکایي ځواکونه د مۍ میاشتې پر لومړۍ نېټه له طالبانو سره له یوې سیاسې هوکړې پرته له افغانستانه ووځي؛ افغان حکومت به د لویو ښارونو د ساتلو لپاره له لویو ننګونو سره مخ شي.

د امریکا د پوځ د مرکزي قومندانۍ قومندان جنرال مک کنزي ویلي:«که موږ شاتګ وکړو او له طالبانو سره هېڅ هوکړه ونه شي؛ زه فکر کوم چې افغان دولت به د ښارونو د ساتلو لپاره له یوې سختې مبارزې سره مخ شي.»

بل خوا نیویارک ټایمز رپوټ ورکوي که چېرې هم په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو شمېر تر دې وړاندې څه باندې ۲۵۰۰ تنه ویل شوی دی، خو د دغو ځواکونو واقعي شمېر ۳۵۰۰ زرو پنځه تنو ته رسېږي.

شریک یي کړئ