Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د سریلانکا مسلمانانو ټولنه د سیاسي موخو لپاره تاوتریخوالی غندي

د سریلانکا مسلمانانو ټولنې په یوې اعلامیې کې د افغانستان د جګړې له ښکېلو غاړو د تاوتریخوالي د کمښت غوښتتنه کړې او ویلي یې دي چې د تاوتریخوالي زیاتوالی تلپاتې سولې ته د رسېدو لپاره مثبته پایله نلري.

یادې ټولنې همداراز له ښکېلو غاړو غوښتنه کړي چې باعزته سولې ته د رسېدو لپاره خپله ژمنتیا ښکاره کړي:«پرته له توپيره د تاوتریخوالیو ډک بریدونه چې په اړه يې راپورونه خپریږي، د سولې بهیر ته زیان رسوي او دا بهیر له لارې باسي.»

اعلامیه کې راغلي:«موږ په اندېښنې سره د افغانستان حالات څارو. د سریلانکا ملت هم ډېرې ستونزې ګاللې دي او د سیاسي تاوتریخوالي له کبله یې ډېرې قربانۍ ورکړې دي.»

د اعلامیې بله برخه کې زیاته شوې ده:«هغه ترهګریز اقدامات چې سیاسي موخو ته د رسېدو لپاره ترسره کیږي، د ملیت او مذهب په پام کې نیولو پرته د ښځو او ماشومانو په ګډون ملکي کسان په نښه کوي.»

د سریلانکا مسلمانانو ټولنې همداراز افغانستان کې کېدونکي ترهګریز بریدونه غندلي او ویلي یې چې دا ډول بریدونه سیاسي موخو ته د رسېدو لپاره د منلو نه دي.

اعلامیه کې په دې تړاو راغلي:«موږ په روښانه توګه هغه ترهګریز بریدونه چې افغانستان کې ترسره کیږي، غندو او یادونه کوو چې د سیاسي موخو رسېدو لپاره دا ډول تاوتریخوالی د توجیې وړ نه دی.‎»

یادې ډولنې همداراز سپارښتنه کړې چې سولې ته د رسېدو لپاره د باور وړ تګلاره د سولې خبرو بیا پیل لپاره اړینه ده او همداراز یې د افغان حکومت لخوا د سولې لپاره د امتیاز په توګه د ۵ زرو طالب بندیانو ازادولو سم ګام بللی دی، خو زیاته کړې یې ده چې«له بده مرغه چې دغه ډول امتیاز مطلوبه پایله نه درلوده.»

د سریلانکا د مسلمانانو ټولنې همداراز ویلي چې نړۍ کې د سولې له بهیرونو له تجربو باید د افغانستان دغه بهیر کې ګټه پورته شي او اوس باید د سولې بهیر کې د خطرناکه بندون مخه ونیول شي.

شریک یي کړئ