د کابل د پولیسو ویاند، فردوس فرامز وايي چې تېره ورځ سې شنبې( د کب په ۲۶مه نېټه) د کابل ـ میدان وردګو ترمنځ سیمه کې یوه برید کې دوو پولیسو سرتېرو ژوند بایللی دی.
دی زیاتوي چې تېر ماښام په داسې حال کې شوې چې د میدان وردګو د امنیه قومندانۍ رنجر موټر د ښار په لور روان و او د پغمان ولسوالۍ شاه قدم سیمه کې طالبانو برید کړی ده.
د ښاغلي فرامرز په خبره د برید پایله کې د موتر ده سورلۍ چې پولیس وو، ژوند بایللی دی.
طالبانو په دې تړاو څه نه دي ویلي.