مسکو ناسته کې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر، سرګي لاوروف وايي که څه هم د دوحې بهیر د افغانستان پر سولې مثبت اغېز نه دی کړی، خو موږ په کې د پرمختګ تمه لرو.
هغه د مسکو په ناسته کې چې نن(پنجشنبې د کب په ۲۸مه ڼېټه) د ملي مصالحې د عالي شورا د رییس، عبدالله عبدالله په مشرۍ د افغانستان د اسلامي جمهوریت او د طالبانو پلاویو په ګډون ترسره شوه، د هوا په تودېدو د تاوتریخوالي زیاتوالي په تړاو اندېښنې سره ویلي چې دغه تاوتریخوالی ملکي کسان زیانمنوي.
ښاغلی لاوروف زیاتوي:«موږ پسرلي او اوړي کې د تاوتریخوالي د زیاتوالي په تړاو اندېښنه لرو او له دې سره سره موږ ګورو چې حالت د خرابېدو په حال کې دي. د جګړې دواړو لورو ملکي کسان له ګواښ سره مخامخ کړي دي.»
نوموړي همداراز اندېښنه څرګنده کړې چې داعش ډله د خپلې موضع د پیاوړې په هڅه کې ده او دا کار ګاونډیو هېوادونو ته د نشه یي توکو د قاچاق لامل کیږي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر هېواد کې د جګړې له دواړو لورو غواړي چې تاوتریخوالی کم کړي او د افغانستان د ستونزې هواري لپاره یوازېنۍ لار سیاسي هلې ځلې بولي.
د نوموړي په خبره:«د سولې بهیر مشري باید د افغانانو لخوا وشي. باید هېڅ بهرنۍ لاسوهنې ته اجازه ورنکړل شي. یوازې د ډپلوماتیکو هلو ځلو سره سوله لاس راتلی شي. هغه هوکړه چې ترلاسه کیږي، باید د ټولو افغانانو ګټې په کې خوندي وي.»
هغه همداراز په نورو هېوادونو هم غږ کړی چې د روسیې په څېر د افغانستان د سولې بهیر لپاره د زمینې برابرولو لپاره هڅې وکړي.
د طالبانو د ډلې مرستیال ملا عبدالغني برادر په دې غونډه کې وویل، دوی داسې یو نظام غواړي چې، له خلکو استازیتوب وکړي، اوسنۍ ستونزې حل او د خلکو د هوساینې لپاره کار وکړي.
هغه زیاته کړې چې اسلامي امارت داسې ځانګړنې لري چې د افغانستان د وراني مخه نیسي، امنیت تامینوي، له فساد او نشه يي توکو سره مبارزه کوي.
همداراز د ملي مصالحې د عالي شورا رییس، عبدالله عبدالله څرګندوي:«موږ د سولې خبرو د چټکتیا او د اوربند غوښتونکي یوو، څو تاوتریخوالی پای ته ورسیږي او دواړه لوري په متفاوته فضا کې خبرې سره پیل کړي.»
د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار چې د عبداله عبداله په مشرۍ د افغانستان د اسلامي جمهوریت له پلاوي په جلا توګه مسکو ته تللی د مسکو غونډې په څنډه کې له ملا عبدالغني برادر سره کتلي دي.
د مسکو غونډه یوه ورځنۍ غونده ده چې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په نوښت جوړه شوې ده. عبداله عبداله د مسکو غونده د ترکیې غونډې لپاره د موکې برابروونکې غونډه بللې ده.
په دې غونډه کې د امریکا، پاکستان او روسیې استازو هم ګډون درلود.