Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

عطامحمد نور د جمعیت ګوند رییس په  توګه وټاکل شو

عطا محمد نور کابل کې د جمعیت اسلامي ګوند لخوا د جوړې شوې کنګرې د رییس په توګه وټاکلو.

د دغې کنګرې ګډونکوونکو (پنجشنبې د کب په ۲۸مه نېټه) په اکثریت رایو ښاغلي عطامحمد ن وټاکلو.

د رایو ورکړې بهیر کې د ۷۵ رایو له ډلې ۶۵ عطامحمد نور، ۷ حفیظ منصور او درې هم قدریې یزدان پرست ته ورکړل شوې وې.

دا په داسې حال کې ده چې د کنګرې پر ناستې یو شمېر وسله والو برید وکړ او په ترڅ کې یې ۳ کسانو ژوند بایلود او څلور نور ټپیان شول.

د اسلامي جمعیت ګوند مشر، عطامحمد نور طلوع نیوز ته وايي چې پر کنګرې د برید د خپلو سیاسي مخالفینو کار او یوه ترهګریزه کړنه ده.

هغه په دې اړه وايي:«کېدی شي چې مخالفت یې له ژبې سره وي، له لیدلوري سره وی، خو د خپلو غوره همسنګرو پر وړاندې د وسلې راویستل، د افغانستان د مخورو پر وړاندې چې خپل ټول عمر یې په جهاد ک تېر کړی، دا یو بد ترهګریز عمل ی.»

په همدې حال کې د صلاح الدین رباني په مشرۍ د جمعیت څانګې مرستیال، احمد ضیا مسعود وايي چې ښاغلي نور پرته له مشورې کنګره جوړه کړې ده.

نوموړی وړاندې وايي:«کله چې یې واورېدل کنګره ترسره کیږي، ټول حیران شول او د کنګرې ځای ته ولاړل او له بده مرغه چې نښته وشوه.»

د جمیعت اسلامي ګوند پر مشرۍ د صلاح الدین رباني او عطا محمد نور ترمنځ کابو ۸ میاشتې مخکې اخلافونه رامنځته شول او دغه ګوند په دوو څانګو وویشل شو.

د جمیعت اسلامي ګوند پر مشرۍ د صلاح الدین رباني او عطا محمد نور ترمنځ کابو ۸ میاشتې مخکې اخلافونه رامنځته شول او دغه ګوند په دوو څانګو وویشل شو

شریک یي کړئ