Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ننګرهار کې دوو چاودنو یو ولسي وګړی وژلی او یو بل یې ټپي کړی

نن سهار د ننګرهار ولایت په جلال اباد ښار کې دوه پرله پسې چاودنې وشوې چې په پایله کې یو ولسي وګړی وژل شوی او یو بل ټپي شوی دی.

د ننګرهار د پولیسو چارواکي وايي چې لومړنۍ چاودنه د جلال اباد ښار د زراعت ریاست ته څېرمه هغه مهال رامنځته شوه چې د سړک غاړې ماین چاودنه وکړه چې په پایله کې یې د ښاروالۍ یو کارکوونکی ووژل شو.

چارواکي زیاتوي چې دویمه چاودنه په لومړۍ حوزه کې د تلاشۍ چوک سیمه کې رامنځته شوه او په پایله کې یې یو ولسي وګړی ټپي شوی دی.

تراوسه د طالبانو په ګډون هېڅ یوې ډلې د دغو چاودنو مسوولیت نه دی منلی.

شریک یي کړئ