Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د نوروز جشن د حضرت علي زیارت د جنډې له پورته کولو سره ولمانځل شو

د ۱۴۰۰ لمریز کال د نوروز جشن نن یکشنبې (د وري په لومړۍ نېټه) د بلخ په مرکز مزارشریف ښار کې حضرت علي کرم الله وجهُ ته د منسوب زیارت د جنډې له پورته کولو سره ولمانځل شو.

په دې مراسمو کې د بلخ ځايي چارواکو، کورنیو او بهرنیو مېلمنو او ځينو هېوادوالو ګډون کړی وو.

په دغه جشن کې د بلخ والي محمد فرهاد عظیمي وویل چې خلک له جګړې نور ستړي شوي او په هېواد کې د سولې راتګ ته په تمه دي:«له تاسو سره ژمنه کوم چې د دولتي ځمکو د غصب په برخه کې لکه څرنګه مو چې تېر کال جدي اقدام وکړ دغه اقدام به پياوړی کړو او له زورواکو څخه د خلکو د څړځایونو د بېرته تر لاسه کولو لپاره به له بشپړ ځواک سره عمل وکړو.»

د بلخ د ولایتي شورا رییس محمد افضل حدید هم څرګندوي:«موږ له دغه ځایه پر طالبانو هم غږ کوو چې سږکال دې زموږ د خلکو لپاره د ارامۍ او سولې کال وي او له جګړې دې لاس واخلي.»

که څه هم په نننیو مراسمو کې د تېرو کلونو په پرتله د خلکو حضور کم وو، خو د سږني کال د نوروز د جشن ګډونوال هیله څرګندوي چې نوی کال دې له خوښۍ او سولې سره پیل کړي.

د مزار شریف په نننیو مراسمو کې له مرکز کابل نه د جګپوړي حکومتي چارواکو نه ګډون او د تېرو کلونو په پرتله د هېوادوالو کم حضور په مزارشریف کې د سږني جشن له توپيرونو څخه دي.

مزار شریف کې د نوروز جشن یوه ګډون کوونکې شیرین ‌جانه وايي:«زه لومړی له خدایه د یوه حاجت پوره کېدل غواړم چې خدایه زوی ته مې شفا ورکړې خدای دې په افغانستان کې د خیر یوه ډبره کېږدي چې سوله راشي.»

عنایت الله چې له جوزجان ولایته د مزار شریف د نوروز په جشن کې ګډون کړی دی وايي:«۱۴۰۰ کال د افغانستان د ټولو خلکو لپاره د سلامتۍ، خوشحالۍ، دوستۍ او ملګرتیا کال غواړم.»

د بلخ ځايي چارواکي وايي چې په مزارشریف کې یې د نوروز جشن د مراسمو د ترسراوي لپاره جدي امنیتي تابیاوې نیولې وې.

شریک یي کړئ