Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

علي پور څوک دی او ولې یې بهسود ولسوالۍ کې جبهه جوړه کړې ده؟

علي پور چې په قومندان شمشېر هم مشهور دی او اوس د میدان وردګو په بهسود ولسوالۍ کې د ځايي ملیشو قومندان دی، له دې مخکې له رسنیو سره په مرکه کې ویلي دي چې تر دې مخکې د عبدالعلي مزاري په مشرۍ د وحدت ګوند یو قومندان و.

 دی وایي کله چې په ۱۳۸۲ کال کې حکومت د وسله والو کسانو بې وسلې کول پېل کړل، ده هم خپله وسله حکومت ته وسپارله او د کابل - بهسود پر لار یې د مسافر وړونکو موټرو چلول پیل کړل.

د علي پور په وینا، په بهسود ولسوالۍ کې د خلکو پر کورونو د کوچیانو له برید او په ۱۳۹۰ کال کې د طالبانو له لوري د دې ولسوالۍ د خلکو له وژل کېدو وروسته یې په بهسود کې د مقاومت په نامه جبهه جوړه کړه. خو شواهد ښیي چې د قومندان شمشېر فعالیتونه تر غور، دایکندي، غزني، ارزګان، سرپل او بامیانو  پورې هم رسېدلي دي.

علي پور وايي:«د میدان دره د مرګ په درې نومول شوې وه؛ موږ څه کړي وای؟ خلکو څه کړي وای؟ هغه دولت چې پر خپلو پوستو یې برید وشو درنه وسله له څو قدمۍ له میدان ښار څخه هم رسېده خو چا اقدام ونه کړ.»

نوموړي تر اوسه د خپلو وسله والو د کره شمېر په تړاو څه نه دي ویلي، خو په ده پورې یو اړوند کس وایي چې علي پور یوازې په بهسود کې ۲۰۰۰ وسله وال کسان لري. 

د علي پور له کسانو رضا وايي:«موږ یې اړ کړو. هره ورځ په دویم نمبر لویه لار د میدان دره کې، په زرګونه تنه یرغمل نیول کېدل او وژل کېدل.»

د علي پور یوه بل کس هم وویل:«ما یوه غوا په ۶۵ زره خرڅه کړه او دا کلاشینکوف مې وپېره.»

د ۱۳۹۷ کال د لیندۍ څلورمه نېټه وه چې ملي امنیت علي پور د نامسوولو وسله والو، ناقانونه فعالیتونو، باج اخیستنې، اخازۍ او پر امنیتي ځواکونو د برید په تور ونیوه، خو د څو ولایتونو ځينو اوسېدونکو شاوخوا پنځه ورځې د حکومت له بنده د هغه د خوشي کېدو لپاره په تاوتریخجنو اعتراضونو لاس پورې کړ او بالاخره علي پور د ولسمشر د دویم مرستیال سرور دانش په منځګړيتوب د یوې هوکړې له مخې خوشي شو او بېرته بهسود ولسوالۍ ته ولاړ.

د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب تېره ورځ وویل که چېرې علي پور غواړي، کولای شي د امنیتي ځواکونو په چوکاټ کې فعالیت وکړي:«که چېرې غواړي له خپل هېواده دفاع وکړي، را دې شي د نورو افغانانو په څېر چې هره ورځ له هلمنده تر بدخشانه قرباني ورکوي د خپلو امنیتي او دفاعي ځواکونو په لیکو کې دې ودرېږي.»

شاوخوا یوه نیمه میاشت وړاندې په دویم ځل د بهسود ولسوالۍ په حصه اول کې د ځانګړو امنیتي ځواکونو او د علي پور د وسله والو تر منځ نښته وشوه چې لږ تر لږه ۱۲ تنه په کې ووژل شول او ۲۵ تنه نور ټپیان شول.
 
په وروستي ځل بیا ترېنګلتیاوې تر هغې وروسته زیاتې شوې چې علي پور د خپلو وسله والو له لوري په بهسود ولسوالۍ کې د یوې چورلکې رانسکورول ومنل. حکومت له دغې پېښې وروسته خبرداری ورکړ چې نوموړی به مجازات کړي.

په دې لړ کې تېره شپه ملي دفاع وزارت اعلان وکړ چې د علي پور پر کسانو د امنیتي ځواکونو په بریدونو کې د هغه ۱۲ کسان وژل شوي او شپږ تنه نور ټپيان شوي دي.

علي پور چې په قومندان شمشېر هم مشهور دی، څوک دی؟ او ولې یې د میدان وردګ ولایت په بهسود ولسوالۍ کې د غیر مسوولو وسله والو یوه ډله جوړه کړې ده؟

شریک یي کړئ