په هرات کې چارواکي وايي چې د دغه ولایت د کشک رباط سنګي ولسوالۍ په اړوند د هرات - تورغنډۍ لویې لارې په اوږدو کې د سړک غاړې ماین چاودنې شپږ تنه پوله ساتي ځواکونه وژلي دي.
د هرات والي وحید قتالي وايي چې نن له غرمې مخکې د دغو امنیتي ځواکونو هاموې موټر د سړک غاړې پر ماین برابر او چاودنه وکړه چې په پایله کې یې د دغه ولایت د سرحدي لوا د پنځم ټولي قومندان ضیا خان په ګډون شپږ تنه پوله ساتي ځواکونه ووژل.
تراوسه هېڅ ډلې د دغې چاودنې مسوولیت نه دی منلی.
دا په داسې حال کې ده چې سولې ته د رسېدو د هڅو سربېره، لاهم په هېواد کې د تاوتریخوالي کچه د زیاتېدو په حال کې ده.