Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

دفاع وزارت: د علي پور او د هغه د کسانو د نیولو لپاره هڅې روانې دي

ملي دفاع وزارت وايي چې پوځي ځواکونه د میدان وردګو ولایت په بهسود ولسوالۍ کې حضور لري او د علي پور او د هغه د کسانو د نیولو لپاره چې د ملي پوځ یوه چورلکه یې نسکوره کړې ده، هڅې روانې دي.

د ملي دفاع وزارت ویاند وايي چې په بهسود ولسوالۍ کې د ملي پوځ د عملیاتو په لړ کې یو اندازه مهمات او پوځي تجهیزات هم ترلاسه شوي دي.

بلخوا په خپله علي پور هم په بهسود کې د پوځ د چورلکې د رانسکورولو مسوولیت منلی دی.

د دغه وزارت ویاند وایي په بهسود کې یې د عملیاتو په ترڅ کې د نامسوولو وسله والو ډلو د وسلو یوه لویه زیرمه هم موندلې ده.
 
د ملي دفاع وزارت ویاند روح الله احمدزی څرګندوي:«زموږ وروستۍ موخه دا ده او د میدان وردګو په بهسود کې زموږ د ځواکونو حضور موخه دا ده هغه کسان چې د دغې پېښې عاملان دي باید د قانون منګولو ته وسپارل شي او زموږ د دغو شهیدانو د وینې غچ چې هلته په مظلومانه توګه په شهادت ورسېدل، واخیستل شي.»

بل خوا د ولسي جرګې ځينې غړي هم د علي پور پر خلاف بهسود ته د پوځيانو د ورتلو خبره کوي او دغلته ولسي وګړو ته د احتمالي مرګ ژوبلې د اوښتو په تړاو اندېښنه لري.
 
د ولسي جرګې غړې حمیده اکبري وايي:«بېلابېلې سیمې بمبارد شوې دي، د هغو کسانو پوستې په بشپړه توګه هوارې شوې دي استونځي ویجاړ شوي او شهیدان شوي.»

ځينې سیاستوال هم حکومت په ناعادلانه چلند تورنوي او وایي په خپله د حکومت کمزورتیا د دې لامل شوې چې ځينې کسان یې په وړاندې ودرېږي.
 
پخوانی جهادي قومندان محمد اسماعیل خان څرګنده کړه:«دا نافرمانۍ له مرکز کابله پیل، بامیان او څو ورځې وروسته مزار او څو ورځې وروسته دننه په هرات کې لیدل کېږي، دوی په بشپړه توګه د نظام ستنې سستې او ناتوانه او موږ له ستونزو سره مخامخ کوي.»

د میدان وردګو په بهسود ولسوالۍ کې د پوځ د یوې چورلکې له رانسکورېدو وروسته، د روانې اوونۍ د شنبې په ورځ د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار د کورنیو چارو د وزیر ګوښه کول د بهسود له پېښې سره تړلي وبلل، خو په دې تړاو یې نور سپيناوی وړاندې نه کړ.
   
د کورنیو چارو وزارت سرپرست حیات الله حیات څرګنده کړه:«غواړم ډاډ درکړم چې علي پور او پلویان یې چې دغه کار یې کړی، د قانون په چوکاټ کې د خپلو کړو سزا ته ورسېږي.»

تېره پنجشنبه د علي پور د وسله والو له لوري د پوځ یوه چورلکه رانسکوره شوه او په دې پېښه کې د دوو پیلوټانو په ګډون نهه تنه ووژل شول.

په خپله علي پور هم په بهسود کې د پوځ د چورلکې د رانسکورولو مسوولیت منلی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه