نن سهار چهارشنبې (د وري په ۴مه) د کابل ولایت په پغمان ولسوالۍ کې د پولیسو پر یو رنجر موټر ماین چاودنه وشوه چې په پایله کې یې یو تن پولیس ټپي شوی دی.
د کابل د امنیه قومندانۍ ویاند فردوس فرامرز وايي چې دغه پېښه د پنځمې حوزې او پغمان ولسوالۍ په پوله باع داوود سیمه کې شوې ده.
یو یوه بله سرچینه د یوه پولیسو له وژلو او د یوه بل له ټپي کېدو خبر ورکوي، هغه ادعا چې پولیس یې ردوي.
د طالبانو په ګډون تراوسه هېڅ ډلې د دغې پېښې پړه نه ده منلې.
ورته مهال له چاودېدونکو توکو څخه ډک یو زرنج موټرسایکل د پنځمې حوزې په اړوند قنبر څلور لارې کې د امنیتي ځواکونو له خوا کشف او شنډ کړل شوی دی.