Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتو پایلې په تړاو خبرداری

د امریکا متحده ایالاتو استخبارت، له افغانستانه په بېړه د امریکایي ځواکونو د ویستو د بدو پایلو خبرداری ورکوي.

نیویارک ټایمز راپور له مخې د متحده ایلاتونو استخباراتو د دغه هېواد د ولسمشر، جو بایډن حکومت ته ویلي د واک په تړاو د افغانستان حکومت او طالبانو ترمنځ د واک پرسر له هوکړې مخکې به د امریکايي ځواکونو لخوا د افغانستان پرېښودل بدې پالې ولري.

یادې ادارې ویلي:«‎که چېرې امریکایي ځواکونه مخکې له دې چې افغان حکومت او طالبان د واک پر وېش یوې هوکړې ته ورسېږي دغه هېواد پرېږدي، او نړۍوال پوځ په شا شي نو ښایې هېواد به د دوه یا درې کلونو په تېرېدو  سره د طالبانو په ولکه کې راشي.»

د امریکایي چارواکو په وینا، طالبان کولی شي د دغه هېواد دننه د بالقوې د القاعدې لپاره د خپل واک د جوړېدو په موخه لار پرانېزي.

دغه چارواکي زیاتوي په دې تړاو محرمه ترسره شوې څېړنه تېر کال مخکېني ولسمشر، ډونالډ ټرمپ حکومت پرمهال جوړه شوه. د څېړنې  دوهمه برخه د افغانستان روښانه راتلونکې په تړاو ده چې د مالوماتو څېړونکو د تېرو دوو لسییزو په تړاو وړاندې کړې دي.

د څېړنې په یوې برخه کې راغلي دي چې که امریکايي ځواکونه په بېړه له افغانستانه ووځي، نو ښایې دغه هېواد کې د القاعدې او داعش ډلې بیا راتګ لامل شي.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر، جو بایډن(بنجشبې د وري په ۵مه نېټه) یوې انلان ناسته کې خپلو خبرو کې وویل چې ښایې مې میاشت کې د سرتېرو ویستو لپاره ټاکل شوې نېټه کې دا کار ونشي.

نوموړي څرګنده کړه:"د تکتیکي لاملونو له مخې ستونزمنه ده چې اوایوو، ورکړل شوی وخت به عملي کیږي او ځواکونه په همداغه نېټې وځي. زه او وزیر بلنکین له خپلو متحدانو او د ناټو نور غړي افغانستان کې ځواکونه لرو سره ګورو او که له افغانستانه وځو نو په خوندي او منظمه توګه به وځو."

جو بایډن همداراز ټینګار وکړ چې که  امریکا له افغانستانه وځي، نو دا کار به په مصوون او منظمه توګه ترسره کړي.

جو بایډن له افغانستانه د امریکايي سرتېرو ویستو د طرحې عملي کېدو په تړاو د پوښتنې په ځواب کې ویلي دي:"موږ به له هغه ځایه ووځو، پوښتنه دا ده چې کله؟"

ده همداراز د دې پوښتنې په ځواب کې چې آیا فکر کوئ راتلونکي کال کې هم افغانستان کې پاتې شو؟ ویلي:"دا تصور نشم کولی."

شریک یي کړئ