Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د هوايي ځواکونو یو افسر په کابل کې ترور شو

یوې امنیتي سرچینې نن (یکشنبې د وري په ۸مه) وویل چې تېره ورځ ماښام ناپېژانده وسله والو د هوايي ځواکونو د یوه افسر صفت الله فقیر پر موټر برید وکړ چې په پایله کې یې دغه افسر ووژل شو.

سرچینې زیاته کړه چې دغه پېښه د پغمان په باغ داوود سیمه کې رامنځته شوې ده.

پولیسو د دغې پېښې پخلی کړی دی او وايي چې څېړنې روانې دي.

د طالبانو په ګډون تراوسه هېڅ ډلې د دغې پېښې مسوولیت نه دی منلی.

د هدفي وژنو په لړ کې تېره ورځ د ملي امنیت یو افسر جاوېد ملک زی هم د کابل د اوومې حوزې په اړوند قلعه غیبي سیمه کې ترور شو.

د جاوېد خپلوان وايي چې نا پېژاده وسله والو تېره ورځ سهار هغه مهال کله چې جاوېد د وظیفې په لور وران و،  پر هغه ډزې وکړې او وې واژه.

د دغې پېښې په تړاو تراوسه څوک نه دي نیول شوي.

امنیتي سرچینې وايي چې تېره ورځ ماښام ناپېژانده وسله والو د هوايي ځواکونو یو افسر د پغمان په باغ داوود سیمه کې ترور شو.

شریک یي کړئ